له طالبانو سره د خبرو په تړاو د ګېټس څرګندونې

رابرټ ګېټس
Image caption په پام کې ده چې ښاغلی ګېټس به له سنګاپور وروسته افغانستان ته ځي.

د متحده ایالتونو دفاع وزیر رابرټ ګېټس د شنبې پر روځ له افغاني طالبانو سره د سولې په تړاو خوشبيني وښوده.

نوموړي په سنګاپور کې یوې سیمه ییزې دفاعي غونډې ته وویل، له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د ناټو ځواکونو د پوځي فشار په پایله کې لاره هواره شوې ده.

رابرټ ګېټس وړاندې له دې چې کابل ته وخوځېږي، په سنګاپور کې خبریالانو ته وویل''زما په اند .. سیاسي فرصتونه د پوځي فشار په پایله کې رامنځ ته شوي.''

دی وايي په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ مېشتو نړیوالو ځواکونو ددغه هېواد په سوېل کې طالبان له ګڼو سیمو ایستلي چې په وینا یې دا مهال وسله وال طالبان د جګړې په ډګر کې له لویو ستونزو سره مخامخ دي.

نوموړي وویل: ''که چېرې موږ په افغانستان کې ترلاسه شوې بریاوې وساتلی شو، او په سیمه کې امنیت ټينګ کړای شو، او دا پوره دلیل راته په ډاګه شي چې طالبان تر سخت فشار لاندې دي او ځواک یې په اوبه کېدو دی، نو کېدای شي چې په راروان ژمي کې له دوی سره د روغې جوړې په تړاو سياسي خبرې اترې پیل شي.''

رابرټ ګېتس د سنګاپور په غونډه کې له افغاني طالبانو سره د سیاسي خبرو او سولې امکانات د راتلونکي لپاره یوه ښه هیله مندي او د امنیت په ټینګښت کې یو مهم ګام وباله.

بل خوا، دغه امریکايي وزیر له طالبانو وغوښتل چې له القاعدې ځانونه جلا، او د افغانستان د اساسي قانون په رڼا کې ژوند غوره او خپلې وسلې پرځمکه کېږدي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړه، وروسته له هغه چې طالبان دا شرطونه ومني، نو د افغانستان د سیاسي بهیر یوه برخه به وګرځول شي، چې په دې توګه به د افغانستان په راتلونکي کې ښه سیاسي رول ولري.

پټ اړيکي

ګېټس دا څرګندونې تر هغو راپورونو وروسته کړې، چې وایي د امریکا متحده ایالتونو له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ایستلو په رانژدې کېدا سره له طالبانو سره د پخلاینې په اړه پټ اړيکي پیل کړي.

په پام کې ده چې د روان ۲۰۱۱ په جولای کې افغان ځواکونو ته له بهرنیو ځواکونو د امنيتي چارو سپارل پیل او د ۲۰۱۴ تر پایه بشپړ شي.

په ګڼو هېوادونو کې چارواکو ددغو پټو خبرو په اړه ویلي، خو لاتراوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

امریکایان په دې اند دي چې تېره میاشت پاکستان کې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن وژل کېدل ښايي له طالبانو او د هغوی له پلویانو سره د خبرو لپاره يوه ښه بهانه وي.

په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰ زره نړیوال پوځیان مېشت دي، چې درې برخې یې امریکایان دي.

رابرټ ګېټس په سنګاپور کې یوې سیمه ییز امنیتي غونډې ته دا هم وویل، په دفاعي بودیجه کې د کمښت له راتلو سره سره به د امریکا متحد ایالتونه له استرالیا او سنګاپور سره خپله پوځي ملګرتیا پراخه کړي:

''په تېر نومبر کې امریکا او استرالیا د خپلو پوځي ځواکونو په ګټه یو ګډه ډله جوړه کړه، چې له یو بل سره خپل پوځي فعالیتونه شریک کړي. ''

ښاغلي ګیټس وویل: ''نوې بېړۍ، بې پیلوټه څارګرې الوتکې به ځای پرځای کړل شي او د متحدینو د خوندي ساتلو لپاره به د خوندیتوب انټرنېټي سیستمونه او د اړیکو وسایل ولګول شي.''

د نوموړي دا تازه څرګندونې د پردې ترشا د چین د سمندري ځواکونو د زیاتولو په غبرګون کې راځي.

ورته مطالب