د القاعدې ډلې جګپوړی غړی الیاس کشمیری وژل شوی

الیاس کشمیری د انځور حقوق BBC World Service
Image caption الیاس کشمیری د القاعدې ډلې یو جګپوړی غړی و، چې په دې وروستیو کې یې د اسامه بن لادن پرځای د ټاکل کېدا ګنګوسې هم وې.

د پاکستان پر جنوبي وزیرستان د امریکا بې پیلوټه الوتکو برید کړی، چې په پایله کې د الیاس کشمیري په ګډون نهه وسله وال په کې وژل شوي دي.

برید د جمعې پر ماښام ناوخته وشو.

لوېديځو سرچینو ویليو چې په دغه برید کې د پاکستاني اورپکو یو جګپوړی مشر او د القاعدې ډلې غړی الیاس کشمیری وژل شوی دی.

د سوېلي وزیرستان یوه سیمه ییز چارواکي، چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، ویلي، څارګرو الوتکو د الیاس کشمیري یوه ډله په نښه کړې، خو موږ ته تر اوسه داسې کره معلومات نه دي راغلي چې ایا الیاس کشمیری په کې وژل شوی او که نه.

سرچینه زیاتوي، د الیاس کشمیري یوه نژدې ملګري دغه برید تایید کړی دی.

الیاس کشمیری د القاعدې ډلې یو جګپوړی غړی و، چې په دې وروستیو کې یې د اسامه بن لادن پرځای د ټاکل کېدا ګنګوسې هم وې.

نوموړی په هند، پاکستان او د لوېديځ پرضد ګڼو ترهګرو بریدونو کې ښکېل بللی شوی.

۴۷ کلن دغه د پاکستان د حرکت جهاد اسلامي ډلې مشر هم و.

پر دغه ډله د پاکستان او متحده ایالتونو له خوا بندیز لګول شوی و.

د امریکا متحده ایالتونو د الیاس کشمیري د نیولو او یا د هغه په اړه د کره معلومات د ترلاسه کولو په تړاو پنځه میلیونه امریکايي ډالر جایزه هم اعلان کړې وه.

د جمعې ورځې دغه برید له واڼه ښار څخه د لوېديځ لوري ته لس کیلومتره لیرې په ګواخوا سیمه کې شوی.

ورته مطالب