اتريشي يهودو پر اسراييلو عريضه وکړه

یهودي آرشیف
Image caption د بيت المقدس د آرشيف مشر وايي اسناد اسراييلو ته ددې لپاره استول شوي وو چې هلته پاتې شي او تنظيم شي.

د اتريش يهودي ټولنې د بيت المقدس پر يوه آرشيف د تاريخي اسنادو د يوې لويې مجموعي پر سر محکمې ته عريضه کړې ده.

دغه اسناد چې د ويانا د يهودي ټولنې په تاريخ پورې يې اړه درلوده د دويمې نړيوالې جگړې په پاى کې اسراييلو ته استول شوي وو، خو د اتريش بيا غوړېدلې يهودي ټولنه يې د بېرته ستنولو غوښتنه کوي.

يهوادن د پېړيو په اوږدو کې په ويانا کې اوسېدلي، غوړيدلي او د ژوند برخې يې په اسنادو کې ښې ثبت شوې دي.

تر هالوکاست وروسته چې پکې د اتريشي يهودانو څه له پاسه ٦٥ زره تنه ووژل شول، هغو کسانو چې ژوندي پاته شوي وو خپل ډېر آرشيفي اسناد اسراييلو ته ولېږدول. اوس دغه اتريشي يهود خپل اسناد بېرته غواړي.

خو په بيت المقدس کې د يهود ولس د تاريخ مرکزي آرشيف چې دغه اسناد په کې ساتل کېږي، وايي چې هغه اوس په اسراييلو پورې اړه لري.

د اتريشي يهودو قومي مشر آېريئل موڅيکانت ويلي چې د ځواب تر نه اررسېدو وروسته يې عدلي اقدامات پيل کړيدي. هغه وايي چې دغه اسناد اسراييلو ته بښل شوي نه وو او په امانت ورسپارل شوي وو چې بايد بېرته يې راواستوي.

خو د بيت المقدس د آرشيف مشر وايي اسناد اسراييلو ته ددې لپاره استول شوي وو چې هلته پاتې شي او تنظيم شي.

خو ښاغلى موڅيکانت په دې باور دى چې غوره ده ددغو اسنادو غم پخپله په ويانا کې وخوړل شي، ډېجټلي شي او د يهودي تاريخ د هغې لويې مجتمع برخه وگرځول شي چې تمويل يې د اتريش حکومت او د ويانا ښاروالۍ په غاړه اخيستى دى.

ورته مطالب