د درمل جوړونې شرکتونه پرمختيايي نړۍ لپاره د واکسين بيې کموي

افغان واکسين
Image caption افغانستان او پاکستان کې د واکسين او درمل نشتوالي له امله ګڼ شمېر ماشومان مري.

د نړۍ د درمل جوړونې يو شمېر مخورو شرکتونو اعلان کړی چې د پرمختيايي هېوادونو خلکو لپاره د واکسين بيو کې به پراخ کموالی راولي.

د نسناستي، ټوخي، توبرکلوز او نورو حالتونو کې د ژوند ژغورنې څو درملنو لپاره د بيو راکمونه به د واکسين او ساتنې نړيوالې ټولنې (ګاوي) سره په دې کې مرسته وکړي چې له خطر سره مخامخ مليونو ماشومانو ته درمل برابر کړي.

د ملګريو ملتونو د زريزې پرمختګ يوه موخه دا ده چې تر ۲۰۱۵ کال پورې د ماشومانو ترمنځ د مړينې کچه ۲/۳ راښکته کړي، يو داسې ګام چې د واکسينونو او ساتنې نړيوالې ټولنې (ګاوي) د واکسين برابرولو له ژمنتيا سره تړلی دی.

دغه ټولنه غواړي د دومره واکسينونو جوړونې ته لار هوراه کړي چې د نړۍ بېلابېلو برخو کې د ۲۴ مليونو ترمنح له واکسين بې برخې ماشومانو ته رسېدنه وشي.

له روټا ويرس سره د نسناستې تړلې نارغي هر کال ۵۰۰،۰۰۰ ماشومان وژني.

افغانستان او پاکستان هم د نړۍ هغه سيمې دي چې د واکسين او درمل نشتوالي له امله په کې ګڼ شمېر ماشومان مري.

د واکسين لوړې بيې د پراخې درملنې پر لار ستر خنډ جوړوي.

د واکسينونو نړيواله ټولنه ګاوي چې د بېوزليو هېوادونو لپاره د ګڼ شمېر واکسينونو پېرنې په موخه جوړه شوې، په مالي پانګه کې د ۳،۷ مليارډ ډالرو له کمښت سره مخامخ ده.

نو له همدې امله يې د درمل بيو کمونې او هم د مبسپنو ورکړې غږ کړی دی.

ګلاکسو سمېت کلاين د درمل جوړونې يو شرکت دی، اوس يې تکل کړی د خپل داسې درمل بيه چې د اسهال يا نسناستې مرګونې بڼې مقابله کوي ۹۵٪سلنه راکمه کړي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د واکسين لوړې بيې د پراخې درملنې پر لار ستر خنډ جوړوي

د دغه شرکت اجرايوي مشر انډرو وېټي بي بي سي ته وويل دغه ګام به په پرمختيايي هېوادونو کې د ماشومانو په حالت کې ريښتينی بدلون راولي:

"په لوېديځ کې يو ويروس د خدای شکر دی ډېر وخت ډراماټيکه ناروغي نه پېښوي خو په پرمختيايي هېوادونو کې يې په منظم ډول پېښوي.

دغه واکسين چې د بېلګې په توګه مو په برازيل کې وليدل په تېرو څو کلونو کې خورا ډېر کارول شوی، چې په سلو کې تر ۶۰ پورې يې د نسناستې ناروغۍ کې کموالی راوستی دی.

په عمومي ډول د روټا ويروس کې ډرماټيک کموالی راغلی او هم د ماشومانو ترمنځ دنسناستي له امله د مړينې انډول خورا ټيټ شوی دی"

اوس په نړۍ کې په پراخ ډول د واکسين بيو کمونې ګام هرکلی شوی دی.

د ماشومانو ژغورنې خيريه ټولنې اجرايوي مشر جسټين فورسيت ويلي په دې سره د سل ګونو زره ماشومانو ژوند ژغورل کېدی شي، ده د واکسين جوړونې ټول شرکتونه هڅولي چې پر همدې لار ګام واخلي.

ورته مطالب