په تېر یوه کال کې ۵۲۰۰ برتانویان مسلمانان شوي

يوسف کپلان
Image caption يوسف کپلان ......... د هغو طالبانو لارښوونه کوي چې په داسې پړاو کې دي چې د مذهب په اړه د وسوسو ښکار کېږي.

د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته د برتانيا په مطبوعاتو کې په اسلام پورې تړلې کابو ۳۲ ليکنې خپرې شوې او ټولې د اورپکۍ او بنسټ پالنې په اړه وې.

خو له دې سره سره په برتانيا کې زيات کسان له اسلام نه اغېزمن شوي او دغلته د اسلام د دين د قبلوونکو کچه ۶۲ فيصدو ته ورسېده.

د تېنک تانک فرېت مېټرس کې د يوې پلټنې له مخې په تېر يوه کال کې ۵۲۰۰ کسانو په برتانيا کې اسلام ومانه.

دا د يوولسم سپټمبر پېښه وه چې نېکولاس يې اسلام قبولولو ته وهڅاوه:

''اسلام ته د مخ اړولو لوی لامل د ۱۱ سپټمبر پېښه نه وه، خو دغې ورځې زما ژوندلوری بدل کړ. ما د خپلې راتلونکې په اړه فکر کاوه، نه پوهېدم چې ما څه غوښتل، لکه چې زما په ژوند کې د يوه شي کمی وي. ما د نورو مذهبونو په اړه هم مطالعه کړې ده، له عالمانو سره مې کتلي، جوماتونو ته تللی يم او د ځان موندلو هڅه مې کړه ده. په اسلام کې څه وو چې زه يې ځان ته کش کړم او ما اسلام قبول کړ. الحمدوالله زه اوس د يوه ښه انسان د جوړېدو هڅه کوم. رسنيو چې د اسلام په اړه کوم انځور ورکړی هغه له حقيقته لرې دی او اوس د هغه په اړه مطالعه کوم.''

يوسف کپلان ......... د هغو طالبانو لارښوونه کوي چې په داسې پړاو کې دي چې د مذهب په اړه د وسوسو ښکار کېږي:

Image caption ډاکټر غلام نبي فلاحي:''دوی د لوېديځ له دودونو، کلتور او فرهنګ نه ناراضه او مايوسه شوي او د دوی دغه مايوسي بلاخره دوی اسلام ته هڅوي او کله چې اسلام ومني او مسلمان شي نو دوی د ارامتيا احساس وکړي.''

''د انترفېت د څانګې هدف ډير پراخ دی، خو موږ د هغو ځوانانو لارښوونه کوو چې د مذهب په اړه مغشوش او يا پر کوم مذهب باور نه لري او يا مذهب ته نژدې وي او هغه ته د شک په سترګه ګوري. موږ بېلابېل پوهان را غواړو، ديني عالمانو ته ورځو، هغوی له نويو زده کوونکو (طالب علمانو) سره مخامخ کوو چې له ماشومانو سره يقين او باور پيدا شي او هغوی په بشپړ باور يو مذهب خپل کړي. ځکه چې دا يوه حساسه مساله ده او موږ هم ورسره په حساسيت چلند کوو.''

د راپور له مخې ډېرو هغو کسانو خپل مذهب بدل کړی چې د مور او پلار له مهربانۍ او شفقت نه بې برخې وي، کورنۍ نظام په کې ټينګ نه وي يا په واړه عمر کې له مور او پلار نه جلا شوي او يا يې مور او پلار له يو بله جلا شوي وي چې د دې مثال په اسلامي ټولنه کې ډېر کم دی.

یو برتانوی مسلمان محمد عیسی (الیکس) وايي:

''له هغه راهيسې چې زه مسلمان شوی يم زه پنځه وخته لمونځ کوم. شراب مې پرېښې او هڅه کوم چې روژې او لمانځه ته پابند واوسم. په لومړيو شپو ورځو کې زما کورنۍ ډېره خواشينې وه، خو کله يې چې زما د ژوند نوی انځور وکوت نو ډاډه شول چې زه کوم بد کار نه کوم، بلکې يو ښه انسان جوړ شوی يم او زه له دې حالت نه خوند اخلم. ''

د الېکس عمر د اسلام قبلولو پر مهال ۲۷ کاله وو. مور او پلار يې په لومړي سر کې د ده د دغه کار مخالفت وکړ، خو د الکېس بېل ژوند ته په کتو اوس هغوی څه شکايت نه لري:

''په لومړيو کې ما خپل دوستان په دې پوه کړل چې په ژوند کې سختي راځي او زه به له دې نه وځم. زما ملګرو او خپلوانو پر ما باور درلود او هغوی هېڅکله هم يوازې پرېنښودم. بلکې د اسلام په اړه يې ډېرې پوښتنې کولې او ما به د بې ځايه مصرف پر ځای اسلامي کتابونه لوستل او د هغې په رڼا کې به مې ځوابونه ورکول او هغوی به زما له خبرو سره موافقه کوله. هغوی ته څه نا څه دا معلومه شوه چې د اسلام په اړه چې رسنۍ څه وايي هغه په حقيقت نه دي ولاړې. ''

د برتانيا حکومت د بېلابېلو مذهبونو ترمنځ د يووالي په تړاو يو لړ ګامونه پورته کړي دي. خو ترڅنګ يې په يوه ګڼ مذهبي ټولنه کې اوسېدونکي د بېلابېلو مذهبونو مشرانو له يو بل سره د ليدنو کتنو پروګرامونه جوړوي او د يو بل پيژندلو په نيت سيمينارونه او محفلونه جوړوي.

د ديني چارو ماهر

Image caption محمد عیسی وايي چې له مسلمانېدو سره یې د ارامۍ احساس وکړ.

په برتانیا کې د ديني چارو کارپوه ډاکټر غلام نبي فلاحي وايي:

''دوی د لوېديځ له دودونو، کلتور او فرهنګ نه ناراضه او مايوسه شوي او د دوی دغه مايوسي بلاخره دوی اسلام ته هڅوي او کله چې اسلام ومني او مسلمان شي نو دوی د ارامتيا احساس وکړي. له دې وړاندې دوی په خپل ځان کې د يو څه کموالی محسوسوي او د اسلام له قبلولو سره دوی دغه کمي پوره کوي.

زه يو مثال درکوم څو مياشتې وړاندې همداسې يو څوک ماته راغی او راته يې وويل چې غواړم مسلمان شم. ما ورته وويل چې ولې ؟ هغه راته وويل زه چې ګورم مسلمانان ډير خوشحاله دي، کله چې له يو بل سره مخامخ کيږي يو بل ته غاړه ورکوي، ستړي مشي ورسره کوي، يو بل ته لاس ورکوي او يو بل ته د ډوډۍ بلنه ورکوي او دغه دود دلته په موږ کې نه شته. دوه درې اوونۍ ما ورسره کار وکړ او بلاخره هغه مسلمان شو او کلېمه يې وويله. هغه اوس وايي چې که اوس زه مړ شم، نو زه په يو څه باور لرم. ''

د مذهب د بدلولو لامل چې هر څه وي، خو يوه خبره په کې شريکه ده چې د هر مذهب بنسټ د يوه ښه انسان جوړول دي.