پاکستان: څارګرو الوتکو ۱۸ شکمن اورپکي وژلي

بې پیلوټه الوتکه
Image caption د تېرې جمعې پر ورځ ناوخته هم په ورته برید کې د القاعدې ډلې یو جګپوړی غړی الیاس کشمیري له نهو کسانو سره ووژل شو.

د افغانستان پولې ته څېرمه په جنوبي وزیرستان کې د امریکايي څارګرو الوتکو درو بریدونو لږترلږه ۱۸ وسله وال وژلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، دوه بریدونه په سوېلي وزیرستان کې د وسله والو پر پټن ځایونو شوي، او درېیم هغه بیا افغان پولې ته څېرمه د یو شمېر وسله والو د لېږد پرمهال پر یوه ګاډي شوی.

دا بریدونه دوه ورځې وروسته له هغه شوي، چې په سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو په برید کې د القاعدې ډلې د یوه جګپوړي مشر الیاس کشمیري د وژل کېدا راپور هم ورکړل شوی و.

د یکشنبې بریدونه

پاکستاني چارواکي وايي ددغه هېواد د شمال لوېديځ نوشهرې د کلچو په یوه دوکان کې چاودنې لږ ترلږه ۱۸ کسان وژلي او تر ۳۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

دا برید په پېښور کې تر یوه بل برید څو ساعته وروسته وشو، چې په کې شپږ کسان ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

د نوشهرې د برید پړه پاکستاني طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د نوشهرې د پولیسو ویاند مشر علي شاه ویلي، چاودنه د کلچو او کیکو په یوه پلورنځي کې شو، چې ۱۸ کسان یې وژلي او ۳۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د نوشهرې د پولیسو مشر عبدالله خان هم د وژل شوو شمېر تایید کړی او وايي چې په وژل شوو کې درې ماشومان دي، چې ددرو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میان افتخار حسین ویلي ''چاودېدونکي د ریموټ کنټرول په مټ د نوشهرې د عمومي سړک پرغاړه د کلچو پلورنځي په دروازه کې چوول شوی. ''

له یوه ناڅرګند ځایه د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان رسنیو ته ویلي ''زموږ ملګرو چاودېدونکي توکي ځای پرځای کړي ول، چې د ریموټ کنټرول په مټ چوول شوي.''

د پېښور برید

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د نوشهرې په چاودنه کې تر ۳۰ ډېر کسان ټپیان شول.

د تېرې یکشنبې ورځې پر سهار د پېښور د ګاډو په یوه اډه کې یوې چاودنې لږترلږه شپږ کسان وژلي ول او ۱۱ نور یې ټپیان کړي ول.

پولیسو وویل چې برید د پېښور متني بازار کې شوی، چې په وینا یې له وړاندې چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي ول.

خو عيني شاهدانو ویلي، یوه سړي خپل ګاډی تر برید وړاندې د ګاډو په منځ کې ودراوۀ او بیا تری تم شو، چې شېبه وروسته چاودنه وشوه.

دغه شکمن کس د خپل ګاډي تر درولو وروسته نورو کسانو ته وویل چې لږ وروسته بېرته راستنېږي.

ویل کېږي چاودنې ګڼ ګاډي له منځه وړي او په وژل شوو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم دي.

ددغه برید پړه تراوسه چا پرغاړه نه ده اخیستې.

ورته مطالب