د پاکستان پوځ ولې د اورپکو سنګر نه په نښه کوي؟

Image caption د پاکستان پوځ د مومندو ایجسنۍ په یوه دره کې پر اورپکو بریدونه کوي .

د امریکا متحده ایالتونو پر پاکستان خپل فشار ډېر کړی چې په شمالي وزیرستان کې د کورنيو او بهرنيو اورپکو پر وړاندې لوی عملیات پيل کړي .

دلته القاعده، پاکستاني طالبان او د حقاني شبکې اورپکي اوسېږي چې له سرحده پورې غاړه په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو پر پوځیانو د بریدونو مسوول ګنل کېږي .

واشنګټن وایي "دغه سیمه د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی." هاخوا بيا د پاکستان پوځ وایي چې دغه سیمه "آرامه او سوله ييزه ده". [د پاکستاني پوځ] جګپوړي قومندانان په دې سیمه کې د کوم لوی عملیات بیړه نه لري.

برید جنرال آصف یاسین ملک چې په دې سیمه کې پوځي عملیات څاري، وایي "زه داسې کوم پلان نه لرم ."

که چېرې په شمالي وزیرستان کې کوم عملیات پیل شي نو همدا قومندان به یې مشري پرغاړه ولري .

هغه بي بي سي ته وویل : "زه په راتلونکو ورځو یا اوونیو کې داسې کومه لویه حمله شونې نه بولم او زه فکر نه کوم چې داسې څه به کېږي . "

هغه داخبره مومندو ایجنسۍ ته د يوه پوځې سفر په ترڅ کې وکړه .

د جګړو خوښول

خبري کنفرانس له غوږېږه د ډکو ډزو له کبله ګډوډ شو .

اوس مهال پوځیان هغه طالب اورپکي چې په یوه دره کې راټول شوي په نښه کوي .

پاکستاني پوځ وایي د مومندو ایجنسۍ ډېرې برخې د اورپکو له وجوده پاکې شوي او غواړي د خپلو لاسته راوړنو [د نمونې په توګه] هغه بیا رغول شوي ښوونځي وښیي چې دمخه پکې د طالبانو مرکز او د مهماتو ‌‌‌ذخیره وه .

په مومندو ایجنسۍ کې "روښنایي عملیات" د هغو نظامي عملیاتو یوه برخه ده چې په تېرو کلونو کې پيل شوي وو .

پوځیان له شمال نه د سهېل پر لور کډه کوي او له اوو قبایلي ایجنسیو څخه په شپږو هغو کې اورپکي په نښه کوي .

Image caption پاکستاني پوځ په شمالي وزیرستان کې پر اورپکو چهاپې واچولې .

پوځ خپل عملیات په ډېر پام سره انتخابوي یعنې هغه ډلې چې د پاکستان دننه حملې کوي په نښه او هغه ډلې لکه د حقاني هغه چې په افغانستان کې حملې ترسره کوي، له پامه غورځولې دي .

که څه هم په شمالي وزیرستان کې ۳۴۰۰۰ پوځیان ګمارل شوي، خو په دغه سیمه کې تر اوسه کوم لوی عملیات تر سره شوي نه دي .

برید جنرال یاسین ملک وایي "هر کله چې موږ وغښتل او که زموږ ملي ګټې [په کې خوندي کېدې] نو عملیات به پیل کړو ."

خو د پاکستان ملي ګټې د متحده ایالاتو له هغو ډېر توپیر لري .

اوږدمهاله اړیکي

له القاعدې سره ملګرې د حقاني ډله د واشنګټن او په افغانستان کې د هغه هېواد مېشتو پوځیانو لپاره او همدارنګه د حل لارې [د موندلو] پرمخ یو خنډ بلل کېږي .

متحده ایالات فکر کوي د آی ایس آی دننه د حقاني د ډلې مشر جلال الدین حقاني زاړه ملګري د هغه ساتنه کوي .

د متحده ایالاتو جګپوړی پوځي افسر امیرالبحر مایک مولن د خلکو پر وړاندې د آی ایس آی او حقاني ډلې ترمنځ د "اوږمهالو اړیکو" په اړه خبرې کړې .

دلته کارپوهان په دې باور دي چې د پاکستان پوځ د حقاني ډله د خپل یوې ستراتیژیکې شتمنۍ په توګه ساتلې چې کولای شي له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د هغه هېواد ګټې خوندي کړي .

پاکستاني پوځ د نوموړې ډلې ساتنه نه مني او وایي د دغې ډلې د فعالیت ساحه ډېره پراخه ده .

برید جنرال یاسین ملک وایي "د یوه پوځي قومندان په توګه زه لومړی په هغو سیمو کې امنیت ټینګوم چې بې ثباته وي او وروسته شمالي وزیرستان او یا هرې هغې سيمې ته ځم چېرته چې وګمارل شم . زه په یو وخت کې څو عملیات پر مخ بېولای نه شم . "

د یو هر اړخیز عملیات پيلول خو ليرې خبره ده د پاکستان پوځ وایي شمالي وزیرستان د انکشافي پروژو لپاره "ډېر خوندي" دی .

که چېرې پوځ په دې تېر ایستونکې سیمه کې عملیات هم پیل کړي دا به تر ډېره حده محدوده او انتخابي وي دا په دې معنی چې هغوی به یوازې القاعده او پاکستاني طالبان په نښه کوي او د حقاني ډلې ته به څه نه وايي .

د پاکستان د ستراتیژیکو څېړنو د ادارې [غړی] نجم رفیق وایي "کېدای شي [په دې سیمه کې] سطحي عملیات پیل شي خو پوځ د لویو او قوي عملیاتو لپاره زړه نه ښه کوي ."

"هغوی لا تر مخه هم هلته هوایي بریدونه کوي خو ددې [بریدونو] کچه د امریکایانو د قناعت وړ نه ده ."

نجم رفیق خبرداری ورکوي که چېرې پاکستان د امریکا د قناعت ترلاسه کولو هڅه وکړي، نو [دا هېواد] به یو لوی قیمت ادا کړي .

هغه وایي "دا به تر ټولو خونړي عملیات وي او د اورپکو له خوا د یو لوی غچ اخیستو تمه هم کېدای شي ."

همداسې څه د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په میاشت کې په سهېلي وزیرستان کې له ځمکني عملیاتو وروسته پېښ شول .

د پوځیانو له ننوتو وروسته په ټول هېواد کې په سلګونو خلک د اورپکو لخوا د غچ اخیستونکو عملیاتو په ترڅ کې ووژل شول .

شننونکي وایي چې هغه عملیات هم [د پوځ] د خوښې عملیات وو او په هغې کې یې یوازې ختیځ لور ته پراته پاکستاني طالبان وځپل او د حقاني د ډلې جنګیالي چې په لوېدیځ لور کې اوسېږي [له دې عملیاته په امن پاتې] وو.

آرام

سرچینې وایي کله چې پر شمالي وزیرستان د بریدونو ګونګوسې ډېرې شوې نو د حقانې د ډلې اورپکي د خپلو بسترو په تړلو بوخت شول .

Image caption چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات یوازې هغه مهال کېدای شي چې د خلکو رضایت ورسره وي .

د یوې معتبرې سرچینې په حواله اورپکو لا دمخه دغه سیمه پرېښې او کرم ایجنسۍ او یا هم له پولې پورې غاړې د افغانستان خوست ولایت ته اوښتي دي .

په دې ورځو کې له شمالي وزیرستان نه وتل آسانه شوي . امنیتي ځواکونه اوس مهال پر ختیځې لارې چې قبایلي سیمو ته وتلې ده آرام کوي .

پوځیان د پخوا په شان اوس له خاجوري نه بکاخېل ته هر تلونکی موټر نه تلاشي کوي .

د یوه پوځي ویاند په وینا په اجرااتو کې بدلون له دې امله راغلی چې اوس مهال دلته امنیتي حالت ډېر ښه شوی .

هغه وایي "د تلاشۍ هغه ځایونه چې ورته اړتیا نه وه له منځه وړل شوي تر څو خلک له کومې ستونزې پرته تګ راتګ کولای وشي ."

"موږ فکر کوو په دې سیمه کې امنیت شته او شمال لوري ته چېرته چې د حقاني ډله مېشته ده د پرمختګ اړتیا نه لیدل کېږي . "

خو هغه دا ومنله چې که چېرې د حقاني ډله وغواړي له دې ځایه ووځې نو خپله لاره موندلای شي .

ورته مطالب