په کراچۍ کې د تنکي ځوان وژونکي پولیس نیول شوي

سرفراز شاه
Image caption په لومړي سر کې چارواکو ويلي وو چې سرفراز شاه د ملېشه سرتېرو په ډزو وژل شوی، خو وروسته يوه سيمه ييز ټلوېزيون يوه وېديو خپره کړه چې نظامي پولیس ښيي پر يوه بې وسلې هلک ډزې کوي.

د کراچۍ پولیسو ویلي، هغه دوه تورن نظامي پولیس یې نیولي، چې په ډزو یې یو تنکی ځوان وژل شوی .

په یوه وېديويي پټه کې د سرفراز شاه په نامه یو تنکی ځوان مخکې له دې چې وویشتل شي، د سیند هغو شپږو نظامي پولیسو ته زارۍ کوي چې د ټوپک خوله یې پرې راړولې .

په لومړي سر کې چارواکو ويلي وو چې سرفراز شاه د ملېشه سرتېرو په ډزو وژل شوی، خو وروسته يوه سيمه ييز ټلوېزيون يوه وېديو خپره کړه چې نظامي پولیس ښيي پر يوه بې وسلې هلک ډزې کوي.

دغه وېديو پاکستان کې سخت احتجاج راوپارواه او ددې سبب شوه چې د هغه کمره مين ژوند له گواښ سره مخامخ شي چې دغه فلم يې اخيستى وو .

د پاکستان امنيتي ځواکونه لا له وړاندې د يوه مهم خبريال په وژنه کې د ادعا شوې ښکېلتيا له کبله تر فشار لاندې دي .

لکه څنگه چې د بي بي سي خبريال شعيب حسن له کراچۍ په خپل دې رپوټ کې ليکي، د پاکستان ددغې قطعې چې وژنه کې ښکېله ده، چارواکو اوس دوه سرتېري سيمه ييزو پوليسو ته سپارلي دي .

په لومړي سر کې دغو چارواکو ټينگار کړى وو چې دغه دوه سرتيري به له کورني دسپليني جزا سره مخامخ شي .

خو د جيگپوړو حکومتي چارواکو له لوري فشار هغوى اړکړل چې سرتېري پوليسو ته وسپاري .

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption راپورونه وايي چې سرفراز شاه بې وسلې و .

وروسته پوليسو دغه کسان د کراچۍ يوې محکمې ته وړاندې کړل چې د وژنې له تور سره مخامخ شول .

سياستوالو او دبشري حقونو ډلو، د امنيتي ځواکونو د واکونو د محدودولو غوښتنه کړې ده .

د پاکستان سترې محکمې هم له دغو غوښتنو سره خپل غږ غبرگ کړى دى .

دوى له دندې د تنکي ځوان په وژنه کې د ښکېلې پوځي قطعې چې د رنجرو په نامه يادېږي، دقوماندان او د کراچۍ ښار د پوليسو د مشر د ليرې کولو غوښتنه هم کړې ده .

ورته مطالب