''امريکا دې پر پاکستان خپلې مرستې پارچاو کړي''

بلوچستان د انځور حقوق ap
Image caption بلوڅو ملت پالو پر پاکستاني واکمنو د بلوڅ ملت دختمولو تور لګولی دی .

دغه احتجاج ليک د سينديانو د نړيوالې جرګې او د بلوچستان د ازادۍ د غورځنګ استازو د امريکا کانګرس او په امريکا کې د پاکستان سفارت ته استولی دی .

په ليک کې د پاکستان د واکمنو د اټم بم پروګرام او د بلوچستان او سيند پر ولسونو د اسلام اباد او آی ايس آی پټ او ښکاره ادعا شوي ظلمونه غندل شوي دي .

په احتجاج کې يې دا تور هم لګولی چې د اسلام ابا د رژيم د سيند او بلوچستان وېښ زلميان يا په کار او خبره پوه هغه کسان چې د سينديانو او بلوڅانو د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي، په ښکاره بې درېغه وژني .

د امريکا له کانګرس يې غوښتي چې پر اسلام اباد دې مرستې ځکه پارچاو کړي چې په وینا يې په سيند او بلوچستان کې پرله پسې د بشر او سړيتوب حق نه پېژني .

تورونه يې دا هم وايي چې پاکستان په سپين سترګۍ د امريکا د مرستو پيسې د 'لشکر طيبه' او 'جیش محمد' پر داړه مارو ډلو لګوي چې په خبره يې پنجابيان يا د پاکستان واکمن د خپلو ګټو لپاره په ټوله سيمه کې کار ترې اخلي .

په احتجاج ليک کې په روان ميلادي کال کې د سيندي مبارزينو يا د جيه سيند متحده محاذ په لسګونو شمېر د هغو مشرانو نومونه ياد شوي چې د تورونو له مخي د اسلام اباد واکمنو وژلي دي .

په وژل شويو کې ذوالفقار کولاچي، مظفر بټو او سيرایي قربان خوهاور يې د سيند د خپلواکۍ د سر کسان بلل شوي دي .

د دغه ټولو وژنو پړه يې پر آی ايس آی او پاکستاني واکمنو اچولې ده .

په واشنګټن کې اميد لغاري د سيند د نړيوالې جرګې مشر ددغه احتجاج په باب وویل:

''غوښتل مو چې د پاکستان سفارت او امريکايان د سيندي او بلوڅو په احساساتو خبر کړو او په تېره بيا امريکايان مو د بلوچستان او سيند د بشري حقوقود حالته خبرول.

زموږ د ټولنې مقصد د خلکو ښېګڼه ده . هغه که سينديان، بلوڅان، پښتانه او يا هم پنجابيان وي . مرستې نا سم لاسونو ته رسېږي او د امريکا دغه مرستې د خلکو پر ځای يوازې د اسلام اباد د رژیم ګېډي ته لوېږي .''

بلوڅ ملت پالو دا هم پکې ويلي چې کال يې لا نه کېږي چې په بلوچستان کې تر ۲۰۰ زيات بلوڅ مخور په ژوندون ورک شوي او بيا يې مړي موندل شوي دي .

Image caption بلوڅ ملت پالو دا هم پکې ويلي چې کال يې لا نه کېږي چې په بلوچستان کې تر ۲۰۰ زيات بلوڅ مخور په ژوندون ورک شوي او بيا يې مړي موندل شوي دي .

په ليک کې په حساب ۱۳۰۰ داسې بلوڅ سياسي فعالين او مبارزين ياد شوي چې وايي تر اوسه یې درک نه شته او تور يې د اسلام اباد پر رژيم لګېدلی دی .

بلوڅو ملت پالو پر پاکستاني واکمنو د بلوڅ ملت دختمولو تور لګولی دی .

پرسر ددې چې يوشمېر د بشر يا سړيتوب د حق څارونکو ټولنو هم په بلوچستان او سيند کې د اسلام اباد د واکمنو کړنې غندلې او ورته تورونه پرې لګولي دي، خو پاکستاني چارواکو دغه ډول تورونه بې ځايه بللي دي .

ورته مطالب