قزاقستان افغانستان ته د سرتېرو استولو غوښتنه رد کړه

د قزاقستان پارلمان
Image caption د تېرې مۍ پر ۲۲مه، وسله والو طالبانو په یوه ویناپاڼه کې قزاقستان ته ګواښ کړی و، که چېرې افغانستان ته خپل سرتېري واستوي، نو له سختو بریدونو سره به مخامخ شي .

قزاقستان د ناټو هغه غوښتنه کړې، چې وايي دغه هېواد دې افغانستان ته پوځيان ولېږي .

د قزاقستان د پارلمان یوه غړي ویلي، پارلمان پرېکړه وکړه، چې د ناټو په چوکاټ به افغانستان ته خپل پوځيان نه لېږي .

د پارلمان غړي نورتای سبیلیانوف وویل، پارلمان په خپله غونډه د ناټو ددې غوښتنې په اړه چې افغانستان ته دې خپل پوځيان ولېږي، منفي رایه ورکړه :

''د مشرانو او ولسي جرګې په ناستو کې د ورکړل شوو رایو پرېکړه به حکومت ته سپارل کېږي او هېڅ قانوني اغېز به ونه لري .''

د قزاقستان ولسي جرګې له ناټو سره افغانستان ته د پوځيانو د لېږلو پر سر د تېرې مۍ پر ۱۸مه خبرې کړې وې، خو د مشرانو جرګې غړو د جون پر نهمه دا قانون ونه مانه او د مجلسینو ناستو ته یې پرېښود .

د جرګې یوه غړي وویل: '' دا ټولو ته روښانه ده چې زموږ پوځيان باید افغانستان ته ونه لېږل شي . ''

د تېرې مۍ پر ۲۲مه، وسله والو طالبانو په یوه ویناپاڼه کې قزاقستان ته ګواښ کړی و، که چېرې افغانستان ته خپل سرتېري واستوي، نو له سختو بریدونو سره به مخامخ شي .

طالبانو ویلي ول، چې افغانستان ته د قزاقستان د سرتېرو استول د سیمې د هېوادونو له ټولو ګټو سره په ټکې کې دي .

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وویل، دوی چمتو دي چې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو په چوکاټ کې یوازې څلور افسران افغانستان ته واستوي .

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په چوکاټ کې د نړۍ ۴۷ هېوادونه سرتېري لري، چې ۱۹ یې د ناټو غړي نه دي، او شپږ یې د اسلامي کنفرانس د سازمان غړي دي .

ورته مطالب