ايمن الظواهري د القاعده نوی مشر شو

ايمن الظواهري، اسامه د انځور حقوق bbc
Image caption ایمن الظواهري يوه اوونۍ وړاندې خبرداری ورکړی وو چې اسامه بن لادن له خپل مرګ نه وروسته هم امريکا ويرولی شي.

د القاعدې شبکې د مرکزي قومندې له لوري په يوه خپره شوې بيانیه کې د اسامه بن لادن مرستيال ايمن الظواهري د دغې شبکې نوی مشر ټاکل شوی دی.

دغه اعلان تېره مياشت په پاکستان کې د امريکايي عملياتو پر مهال د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته کېږي.

ډاکټر ايمن الظواهري له څو کلونو راهيسې د اسامه بن لادن د مرستيال په توګه کار کاوه او ګمان دا دی چې د سپټمبر د یوولسمې بريدونو تر شا د ده مفکورې کار ورکړی وو.

ایمن الظواهري يوه اوونۍ وړاندې خبرداری ورکړی وو چې اسامه بن لادن له خپل مرګ نه وروسته هم امريکا ويرولی شي.

د القاعدې له مرکزي قومندې نه په يوه خپره شوې وينا پاڼه کې ويل شوي دي " القاعده اعلان کوي چې شېخ ډاکټر ايمن الظواهري وروسته له دې د تنظيم د امير په حېث دنده تر سره کوي."

دغه وينا چې د القاعدې د رسنيو څانګې "الفجر" وېبپاڼې له لوري خپره شوې په کې ويل شوي چې د الظواهري په مشرۍ تنظيم به د امريکا او اسراييلو پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.

د مې پر دويمه د اسامه بن لادن له مړېنې وروسته ايمن الظواهري د جون پر اتمه په یوه وېډيويي پيغام کې ويلي وو چې القاعده به د امريکا پر ضد جګړې ته ادامه ورکړي.

اسامه بن لادن د مې په دويمه اسلام اباد ته ورڅېرمه د اېبټ اباد په سيمه کې د امريکا د سمندري ځواکونو په يوه ناڅاپي بريد کې ووژل شو.

ويل کېږي چې اسامه بن لادن دغلته له تېرو څو کلونو راهيسې پټ ژوند کاوه.

په اېبټ اباد کې د پوځ له اکاډمۍ سره څنګ ته د ده پېدا کېدو په نړیواله کچه يو لړ پوښتنې را ولاړې کړې او د پاکستان او امريکا اړيکې يې خورا ترينګلي کړي چې تر اوسه هم عادي حالت ته نه دي ور ګرځېدلي

ورته مطالب