د اسراییلو یهودۍ محکمې یو سپی په سنګسار محکوم کړ

سپی د انځور حقوق AP
Image caption سپی په یهودي دین کې نجس حیوان ګڼل شوی دی .

په اسراييلو کې يوې يهودي مذهبي محکمې د خبرونو له مخې يوه سپي ته د مرگ سزا اورولې، ځکه چې فکر يې کاوه دا د هغه نامذهبي مدافع وکيل نوې بڼه ده چې ددې محکمې قاضيان يې شل کاله دمخه سپک کړي وو .

کله چې دغه سپى د محکمې ودانۍ ته ننه وت، نو يوه قاضي ته ورياده شوه چې څه ډول يې سلف پر هغه وکيل لعنت نازل کړ او له خدايه يې وغوښتل چې روح يې په سپي کې ننه باسي چې په دوديز يهوديت کې نجس بلل کېږي. محکمې بې له ځنډه پر سپي د سنگسار امر وکړ، خو سپى په تېښته بريالى شو .

ویل کېږي کله چې سپی محکمې ته ننوت، بېرته له وتلو یې ډډه وکړه .

د 'میا شاریم' په نامه په قدس کې د سخت دریځو یهودي مېشتو په کلي کې له ماشومانو غوښتل شوي چې د سپي په حق کې د محکمې دا امر عملي کړي .

خو د څارویو د حقونو مدافعې ټولنې پولیسو ته د سپي د ژغورلو په موخه وړاندیز کړی دی .

خو د اسراییلو 'یدیعوت احرنوت' ورځپاڼې پر خپلې وېبپاڼې ویلي د محکمې یوه چارواکي د سپي د مرګ د سزا په اړه ورته ویلي دا پرېکړه د هغه چټل روح د له منځه وړلو لپاره شوې، چې په یوه مسکین سپي کې ننوتی دی .

د ویلو ده چې سپی په یهودي دین کې نجس حیوان ګڼل شوی دی .

ورته مطالب