د افغانستان د جګړې په اعتراض د سولې برتانوی مبارز ومړ

برارین ها
Image caption ها د ۲۰۰۳ کال په جولای کې د لندن ښار د پارلمان ودانۍ ته مخامخ پر عراق د امریکا په مشرۍ د برتانیا د برید پرضد په لاریون کې کېږدۍ وهلې وه، او پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته یې اعتصاب لا پسې سخت شو.

د سولې هغه برتانوى مبارز چې د افغانستان او عراق پر جگړو يې د اعتراض په نامه دا نژدې لس کاله په لندن کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته کېږدۍ وهلې وه، د سږي په سرطان مړ شو.

دده نوم براين ها و چې د لندن د يوې مشهورې ودانۍ مخې ته په يوې آشنا څېرې اوښتى و.

ها د ځینو په اند لېونی و، چې په وینا یې د لندن ترټولو مشهورې سیمې یوه برخه یې خرابه کړې وه، خو ځینې نور بیا وايي چې ها د جګړې او مدني حقونو تر ټولو لوی ملاتړی و .

د ها کورنۍ وریلي ۶۲ کلن براین ها د المان په یوه روغتون کې ددرملنې پرمهال د شنبې پر ورځ مړ شو.

ها د ۲۰۰۳ کال په جولای کې د لندن ښار د پارلمان ودانۍ ته مخامخ پر عراق د امریکا په مشرۍ د برتانیا د برید پرضد په لاریون کې کېږدۍ وهلې وه، او پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته یې اعتصاب لا پسې سخت شو.

برتانوي چارواکو هڅه کوله، چې ها له دغې سیمې لیرې کړي، خو هرځل په خپله هڅه کې پاتې راتلل.

په ۲۰۰۲ کال د سیمه ییزې ښاروالۍ شورا د ها پرضد محکمې ته عریضه وکړه، چې په وینا یې د خلکو د مزاحمت سبب ګرځي، خو محکمو یې عریضې ته چندان پام ونه کړ.

خو سږ کال ښاروالۍ په دې وتوانېده، چې هغه ایله له زرغونې سیمې وباسي.

Image caption د ها ملاتړو د هغه څوکۍ او ټول توکي پر خپل ځای پرېښي خو لاهم د هغه د کېږدۍ د ځای برخلیک معلوم نه دی.

د هاو کېږدۍ چې د جګړې ضد ګڼ شعارونه پرې لیکل شوي، د لندن د مشهورو نښو یوه برخه ګرځېدلې ده.

هاو اووه اولاده لري، او وايي چې خپلې کورنۍ ته یې له دې کبله شا کړې ده، چې په نړۍ کې د جګړو له ناخوالو د نورو کورنیو غم وخوري.

ها په ۱۹۴۹ کال زیږېدلی او وړاندې له دې چې په ۲۰۰۱ کال د جګړو پرضد اعتصاب لاس پورې کړي، په یوه ټولنیزه پالونکې کړۍ کې یې کار کاوه.

د برتانیا پارلمان کې د کارګرو د ګوند استازي جیریمي کوربین د هاو د مړینې په تړاو ویلي، هرکله به یې چې هغه د پارلمان ودانۍ مخې ته لیده، پرې خوشالېده به.

کوربین وایي: ''ها موږ ته د ټينګ عزم انسان رایادوي چې له اصولو دفاع کوي .''

د ها ملاتړو د هغه څوکۍ او ټول توکي پر خپل ځای پرېښي خو لاهم د هغه د کېږدۍ د ځای برخلیک معلوم نه دی.