۹ کلنه نجلۍ د ځانمرګي برید لپاره تښتول شوې

سوهانه جاوېد
Image caption سوهانه جاوېد دوو ښځو د ځانمرګي برید لپاره تښتولې وه .

د پاکستان په شمال لوېديځ کې اورپکو د ښوونځي یوه نهه کلنه زده کوونکې د ځانمرګي برید لپاره تښتولې ده.

د کوز دیر پولیس وايي، سوهانه جاوېد وايي چې څو ورځې وړاندې پېښور کې له خپل کوره تښتولې، او د افغانستان پولې ته څېرمه سرحدي سیمو ته یې وړې ده.

سوهانه یوې خبري غونډې ته وویل، هغې ته د اورپکو له خوا له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ وراغوستل شوی او دا ورته ویل شوي چې د پوځيانو نژدې ودرېږي، خو نوموړې واسکټ غورځولی او په تېښته بریالۍ شوې ده .

د نجونو په وسیله ځانمرګي بریدونه ډېر نادر دي .

خو پاکستاني اورپکي معمولاً په ځانمرګو بریدونو کې له ماشومانو ګټه اخلي .

سوهانې په کوز دیر کې د تېرې دوشنبې پرورځ د پولیسو له خوا په یوه جوړه شوې ناسته کې خپله کیسه کړې ده .

اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، پېښور کې چارواکو ویلي دوی د ورکې شوې نجلۍ په اړه هېڅ پیغام نه دی ترلاسه کړی او ځايي خلکو هم د نجلۍ د پېژندګلوۍ په اړه څه نه دي ویلي.

'بې هوښي'

سوهانې ویلي، له کور څخه ښوونځي ته د تګ پرمهال ددو ښځو له خوا وتښتول شوه، او یوه داسې ګاډي ته په زور وخېژول شوه، چې دوه نارینه په کې ناست ول .

دا وايي چې یوه سړي یې پر خوله یو دسمال کېښود چې په دې سره بې هوښه شوه .

دا وايي کله یې چې چیغې پیل کړې، یوې ښځې لږ بیسکوټ ورکړل او د بیسکوټ تر خوړلو وروسته بې هوښه شوه .

نوموړې دا هم ویلي کله چې په هوښ کې شوه، یوه کور ته وړل شوې وه :

''ماښام دوی بیسکوټ راکړل او بیا ویده شوم. کله چې ګهيځ راويښه شوم، دوی مې تر ملا دغه څيزونه راوتړل .''

د پولیسو یوه چارواکي سلیم مروت وویل پر نجلۍ پورې ۹ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي تړل شوي وو :

''ډېر امکان و چې دغه توکي د ریموټ کنټرول په وسیله عیار شوي وي .''

تښتوونکو هغه د کوز دیر د تیمورګرهـ پوځي تلاشۍ پوستې مخې ته رسولې ده .

سوهانه وايي کله چې د تلاشۍ پوستې ته ورسېده، چیغې یې پیل کړې او د چاودېدونکو توکو ډک واسکټ یې لیرې وغورځاوه :

''ما له وخت نه په ګټې اخیستو او د ځان د خلاصون لپاره چیغې کړې او وتښتېدم .''

پولیس وايي چې د تښتوونکو د موندلو او پېژندلو په موخه یې عملیات پیل کړي دي .