د برتانيا په هوايي ځواک کې د ناخوښۍ نښې

د انځور حقوق Other
Image caption د لېبيا په تړاو د هوايي ځواکونو لوى قوماندان گواښنه کړې چې که شخړه تر سپټمبر ها خوا وغزېږي، ښايي له ناڅاپي بيړنى حالت سره د هوايي ځواک د مقابلې وړتيا ټيټه شي.

له هغو ياددښتونو څخه چې د لندن ډيلي ټلېگراف ورځپاڼې تر لاسه کړي، د برتانيا سرهوايي مارشال سايمن براين تېره مياشت د پارلمان وکيلان په غوږ وهلي وو چې د هوايي ځواکونو په ځينو برخو کې د تودوخې درجه په ختو ده.

هوايي پرسونل فکر کوي چې د ايتلافي حکومت له خوا ددفاعي بودجې کمولو د هغوى د کار ارزښت ته زيان اړولى دى.

په دې سره د ځينو برخو د کارکوونکو شمېر څلورمه برخه کم شوى او د هوايي ځواکونو احتياط برخې ته استخدام د نهو کلو ټيټې کچې ته لوېدلى دى.

د لېبيا په تړاو د هوايي ځواکونو لوى قوماندان گواښنه کړې چې که شخړه تر سپټمبر ها خوا وغزېږي، ښايي له ناڅاپي بيړنى حالت سره د هوايي ځواک د مقابلې وړتيا ټيټه شي.

دغه څرگندونې د سرمارک سټانهوف د تېرې اوونۍ خبرو ته ورته دي چې ويلي يې و تر سپټمبر هاخوا د عملياتو د غزېدو مانا به دا وي چې له نورو دندو نه پام دې خوا راواوړل شي.

هوايي سرمارشال براين گواښنه کړې چې په افغانستان او لېبيا دواړو کې د جنگي او ټرانسپورتي الوتکو ٢٤ ساعته بوختيا هوايي ځواکونه له توان پورته غزېدو خطر سره مخامخ کړي او ورسره ورسره د ستراتيژيک تگلوري نشتوالي هم اندېښنې جوړې کړې دي.

Image caption د وسله والو ځواکونو په برخه کې د دفاع وزير مرستيال نېک هاروي وويل چې د ستراتيژيکې بيا کتنې په ترڅ کې بايد سخت خو ضروري اقدامات ترسره شي.

د برتانيا هوايي ځواکونه په راروانو دريو کلو کې د ٥٠٠٠ تنو له تنقيص سره مخامخ دي چې څه له پاسه ١٥ سلنه کموالى ښيي.

د وسله والو ځواکونو په برخه کې د دفاع وزير مرستيال نېک هاروي وويل چې د ستراتيژيکې بيا کتنې په ترڅ کې بايد سخت خو ضروري اقدامات ترسره شي.

لکه هغسې چې د افغانستان او لېبيا عملياتو وښوده، دفاع وزارت ته به د پخوا په څېر د عملياتو د سرته رسولو لپاره لازم امکانات چمتو کېږي.

ورته مطالب