مايک مولن: په چټکۍ د ځواکونو وېستل خطرناک دي

مايک مولن د انځور حقوق AP
Image caption په دغه ګام سره به د راتلونکي کال تر سپټمبره ۳۳ زره امريکايي سرتېري له افغانستان نه ايستل کېږي.

د امريکا تر ټولو جګپوړي پوځي مشر امير البحر مايک مولن دا منلې چې ګنې له افغانستان نه د ځواکونو چټکې ايستنې په اړه د ولسمشر اوباما پرېکړه د هغه څه په پرتله چې ده يې په اصل کې غوښتنه درلوده له زيات خطر سره مله ده.

په دغه ګام سره به د راتلونکي کال تر سپټمبره ۳۳ زره امريکايي سرتېري له افغانستان نه ايستل کېږي.

خو له دغه اعلان يوه ورځ وروسته ولسمشر اوباما په نيويارک کې د خپل پوځ د يوې فرقې سرتېريو ته په وينا کې وويل چې د ځواکونو په ايستلو کې به بېړه نه کوي، او افغان ځواکونو ته تر دندې سپارلو به يو شمېر ځواکونه هلته پاتې کېږي:

"زموږ دنده نه ده بشپړه شوې. که تاسې هغه مهالوېش ته وګوریء چې ما ايښی دی، موږ د سږ کال تر پايه يوازې ۱۰زره سرتېري راولو.

موږ به ټول ۳۳ زره هغه سرتېري چې اضافي مو استولي وو، د راتلونکي کال تر اوړي بېرته راولو، خو د جګړې يو څه کار پاتې دی.

موږ به بيا هم ۶۸ زره سرتېري هلته ولرو او تر هغه به پاتې کېږي چې د امنيت ساتنې دنده په کې افغان پوځي او امنيتي ځواکونه ته ولېږدوو."

ولسمشر اوباما سرتېريو ته په خبرو کې د هغوی د کړنو ستاينه کوله چې په وينا يې افغان ځواکونو ته روړزنه ورکړل شوې، داسې سيمې چې په خوا په کې امنيت نه و، خوندي شوې دی.

ښاغلي اوباما پرون هم په خپله وينا کې د طالبانو په ګډون د سياسي حل يادونه وکړه، او دا ځل يې سرتېريو ته ويل چې د دوی کړنو داسې نښې را څرګندې کړې چې له مخې يې طالبان ګنې سياسي جوړجاړي ته زړه ښه کوي:

"تېره شپه ما په خپله وينا کې وويل داسې پاڼه مو اړولې چې له مخې يې کولی شو خپل ځينې سرتېري بېرته کور ته راستانه کړو. موږ دا کار په بيړه نه کوو، موږ دا ګام په ثابت ډول اخلو، چې له مخې يې دا خبره ډاډمنه شي هاغه لاسته راوړنې چې تاسو لرلې وساتل شي.

ستاسې د بې ساري کار له امله موږ وتوانېدو چې نورو ۱۰۰ زره افغان سرتېريو ته روزنه ورکړو چې وکړی شي جګړه په خپله پر مخ بوځي.

ستاسې د کارونو له امله د کندهار په څېر سيمې د تېرو کلونو په پرتله ډېرې خوندي دي. ستاسې له برکته مو اوس جګړه طالبانو ته وروړې د دې پر ځای چې دوی يې موږ ته راوړي.

او ستاسې له برکته داسې نښې شته چې ښيي کېدی شي طالبان پر يو سياسي جوړجاړي فکر کولو ته زړه ښه کوي، چې دا به په پای کې د دغه هېواد د پياوړتيا لپاره ډېر مهم وي."

خو د راتلو ۱۴ مياشتو په اوږدو کې د يو شمېر ځواکونو ايستنې په اړه د ولسمشر اوباما پر پرېکړه په واشنګټڼ کې پراخ بحث روان دی.

د امريکا د پوځ دری ګونو څانګو مشر امير البحر مايک مولن د خپل هېواد د کانګرس غړيو ته وويل که څه هم دی د ولسمشر اوباما پرېکړه له خطر سره مله ګوري، خو زياته يې کړه، چې ګنې په افغانستان کې يې د هېواد ستراتيژي کار ورکوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ولسمشر اوباما د پرېکړې په اړه په واشنګټڼ کې پراخ بحث روان دی.

ولسمشر اوباما سختيو ته د امريکا د ټوپ وهنې څپرکی وتاړه. د بوش واکمنۍ په مهال له فکري جګړو وروسته، ده دې ته اشاره وکړه چې په راتلونکي کې به امريکا تر ډېره د واقعيت له مخې ګامونه اخلي.

ده د بېلګې په توګه د ليبيا يادونه وکړه، چې د نړيوالو چارو په اړه د اوباما نظريه ورسره راوتلې ده، په دې کې نړيوال ايتلافونه د دې پر ځای چې په يوازې توګه ګام پورته شي، ډېر مهم دي.

دا کورنی سياست و چې د دغه اعلان لامل شو. په دې سره به راتلونکی کال د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنو په مهال په افغانستان کې د دوی د ځواکونو شمېر په هماغه کچه وي چې د تېر کال له ځواکونو زياتونې مخکې وو.

د اسامه بن لادن مرګ ولسمشر ته د دې لار پرانيسته چې د خپلو جنرلانو له مشورو واوړي او د هغه څه په پرتله د ځواکونو زياته کمونه اعلان کړي چې دوی يې غوښتنه کوله.

د ولسمشر د حسابونو له مخې هغه لاسته راوړنې چې د ځواکونو زياتونې په مهال ، په تېره بيا هلمند کې شوې دي، بېرته په شاتګ په کې نه کېږي، ځکه چې د افغان ځواکونو توان لوړ شوی او امنيت په خپله خوندي کولی شي.

خو دی د يو بريالي سياسي جوړجاړي پر سر، چې په پای کې له طالبانو سره په روغه جوړه تمام شي قمار وهي.

د فرانسې ولسمشر چې دی هم راتلونکی کال له ټاکنو سره مخامخ کېدونکی دی، غواړي د ښاغلي اوباما پر پل پل کېږدي او په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر راکم کړي.

جرمني به هم د روان کال په پای کې د لومړي ځل لپاره خپل ځواکونه کموي. بريتانيا چې په افغانستان کې په ګډه له فرانسې او جرمني دواړو ډېر ځواکونه لري، د دغه اعلان له امله به د هغه څه په پرتله چې پلان يې شوی، نور ځواکونه په چټکۍ ونه باسي.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون ويلي د ځواکونو کچه په پرله پسې ډول تر غور لاندې ده.

ورته مطالب