''حرکت المجاهدین'': له القاعدې سره اړيکي نه لرو

مولانا فضل الرحمن خلیل د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ویل کېږي چې د 'حرکت المجاهدین' مخکنی مشر مولانا فضل الرحمن خلیل له القاعدې سره ډېر نژدې و .

د پاکستان ''حرکت المجاهدین'' یا ( (HuM اورپکې ډلې د امریکا هغه راپور بابیزه بللی، چې وايي دغه ډله له القاعدې سره نژدې اړيکي لري .

امریکا ویلي وو چې دغه ډله پاکستان کې د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعدې ډلې یوه فعاله ملاتړکې ډله ده، خو (HuM) دا څرګندونې بې بنسټه بللې دي .

د ''حرکت المجاهدین'' ویاند بي بي سي ته وویل: ''القاعده خپل ځانګړی سیستم او خپل فکر لري، او موږ هېڅکله هم له دوی سره په اړیکه کې نه یو .''

"کلکې جرړې "

امریکايي چارواکي او شنونکي په دې اند دي چې ''حرکت المجاهدین'' ایبټ اباد ته څېرمه په اړوندو سیمو کې ډېر فعال حضور او کلکې جرړې لري، چې په وینا یې دغه ډله له القاعدې او د پاکستان له استخباراتي شبکې سره ټينګ اړيکي لري .

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو په حواله پخپل راپور کې ویلي چې د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدا پرمهال د هغه په کور کې د پاکستان د استخباراتي ډلې د غړو او د ''حرکت المجاهدین'' د غړو شمېرې هم موندل شوې دي .

امریکایان وايي ددغو اړیکو په تعقیبولو سره یې ومونده چې د ''حرکت المجاهدین'' یو شمېر غړو د پاکستان له استخباراتي چارواکو سره اړيکي نیولي .

دوی دا هم ویلي که څه هم په دغو اړیکو کې د اسامه بن لادن د ملاتړ په اړه خبرې نه دي شوې، خو داسې غوڅ دلیل هم نه شته، چې ګني د پاکستان استخباراتو د اسامه بن لادن ملاتړ کاوه .

"د همکارۍ تاریخ "

بل خوا، پاکستان کې د بي بي سي خبریال الیاس خان وايي: ''دا پلټل به ډېر ګران وي چې په دې وروستیو کې ''حرکت المجاهدین'' له القاعدې سره اړيکي نیولي، خو دغه ډله له القاعدې سره د همکارۍ تاریخ لري .''

د انځور حقوق AP
Image caption یوشمېر لوېديځ وال په دې اند دي، چې ګني پاکستان ان د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن ملاتړ هم کړی دی .

دی زیاتوي، له القاعدې سره ددغې ډلې د اړیکو په اړه دا ادعا داسې وخت رامخې ته کېږي، چې د لوېديځ له خوا پر پاکستان له دې کبله فشار ډېر شوی، چې ګني د پاکستان ځینې امنيتي سازمانونه د وسله والو ډلو ملاتړ کوي .

یوشمېر لوېديځ وال په دې اند دي، چې ګني پاکستان ان د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن ملاتړ هم کړی دی .

د ویلو ده چې د امریکا حکومت د اسامه بن لادن د وژل کېدو په عملیاتو کې د پاکستان حکومت نه وو خبر کړی، چې بیا وروسته د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړيکي ترینګلي شول .

ورته مطالب