د سوریې په تاوتریخوالي کې ۱۳ کسان وژل شوي

سوریه د انځور حقوق AFP
Image caption ترکیې له سوریې ګڼو کډوالو ته د ورتلو چمتووالی نیولی دی .

جيم ميور بي بي سي ـ بیروت

په سوريه کې فعالان وايي شاوخوا ۱۳ کسان هغه مهال ووژل شول چې امنيتي ځواکونو د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې د جمعې له لمانځه وروسته پر مظاهره چيانو ډزې وکړې.

د تاوتريخوالي پېښې د پلازمېنې دمشق په څنډو کې هم شوې دي. په سوريه پر پاڅون اوس دری مياشتې تېرېږي چې په پرله پسې ډول روان دی، او باور کېږي چې څه د پاسه ۱۳۰۰ احتجاج کوونکي او هم په سل ګونو امنيتي ځواکونه په کې وژل شوي دي.

دغه ډول غږونه چې غوږونه ته ډېر اشنا شوي او وېډيويي انځوونه چې پر انټرنېټ خپرېږي او پخلی يې نه شي کېدی، له وقعيت هم لرې نه دي. يو ځوان سړی چې په مرګوني ډول ټپي شوی، د ترهېدليو احتجاج کوونکيو ترمنځ پر مځکه پروت دی، سر او د بدن برنۍ برخه يې پر وينو لت پت ده.

دا پېښه د پلازمېنې دمشق جنوب لور په کېسوه ښار کې شوې ده. فعالان وايي يو شمېر احتجاج کوونکي په دغه سيمه کې په ډزو وژل شوي دي.

نورې پېښې بيا د پلازمېنې مرکزي برخې ته نژدې شوې، او په حمص کې هم، چې د سوريې درېيم لوی ښار دی په راپورنو کې ويل شوي چې د ښار په هره برخه کې مظاهرې شوې دي. د سوريې پاڅون له څه د پاسه سلو ورځو راهيسې پرله پسې روان دی.

د جمعې ورځې احتجاج شعار دا و چې ولسمشر بشار الاسد او نظام يې قانونيت له لاسه ورکړی دی. له بهره هم پر نظام فشار په زياتېدو دی، په شمال کې له ترکيې نيولې چې له پولو د کډوالو په ورماتېدو په زياتېدونکي ډول په تيارسۍ کې ده، بيا له امريکا او اروپا له لوري چې د سوريې پر ځينې څېرو او شرکتونو يې د بنديزونو لګولو ګام پورته کړی دی.

خو لا تر اوسه خبره نه ده روښانه چې د سوريې کړکېچ پر کوم لور روان دی. بهرنۍ مداخله، لکه څنګه چې په ليبيا کې وشوه، لا تر اوسه نا شونې ښکاري. په کور دننه بيا احتجاجونه د وخت په تېرېدو ډېر پرمختګ نه کوي .

دوی ته لا تر اوسه د بدلون هغه پړاو ته په رسېدو کې مزل پاتې دی چې د نظام نسکورېدا په کې هرومرو وي. خو احتجاجونو هم د له منځه تلو هېڅ نښه نه ده څرګنده کړې.

څومره اوږده موده چې دوی دوام وکړي، هغومره به د دې فرصت په کې زيات وي چې د اقتصادي يا فرقه يي فشارونو له امله يو څه ورکړي.

ورته مطالب