ایراني پارلمان احمدي نژاد استجواب ته ورغوښتی

احمدي نژاد د انځور حقوق b
Image caption د پارلمان ۱۰۰ غړو پارلمان ته د احمدي نژاد استجواب غوښتی .

د ایران پارلمان ولسمشر محمود احمدي نژاد د اورګاډي د پټلۍ د قانون د نه تنفیذولو او په ټاکل شوې نېټه د ځوانانو د چارو او لوبو د وزیر د نه ټاکلو له کبله استجواب ته ورغوښتی دی .

پارلمان ویلي چې له ښاغلي احمدي نژاد به په هېواد کې د حجاب د قانون په ګډون د یو شمېر نورو موضوع ګانو په اړه هم پلټنې وشي .

د ایران مهر خبري اژانس ویلي، احمد نژاد ته په کار ده چې د پارلمان د شاوخوا سلو وکیلانو په غوښتنه د هغوی پوښتنې ځواب کړي .

د ایران د قانون د ۸۸مې مادې له مخې، د پارلمان د څلورمې برخې وکیلانو په غوښتنه ولسمشر او وزیران د استجواب لپاره ورغوښتل کېدای شي، چې د یوې میاشتې پرمهال باید دوی ته کافي او قانع کوونکي ځوابونه ووايي .

په وروستیو کې د ایران پارلمان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر چې د احمدي نژاد نژدې ملګری دی، ټاکنه رده کړه .

د احمدي نژاد سیاسي مخالفینو د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په تېر اپریل کې وهڅاوه، چې ولسمشر د مخابراتو د وزیر له ګوښه کولو راوګرځوي .

سیاسي شنونکي وايي په ایران کې روان سیاسي وضعیت په ډاګه کوي چې احمدي نژاد خپل پخوانی ملاتړ او باور له لاسه ورکړی .

حکومت پلان لري چې د ۲۱ وزارتونو شمېر ۱۷ ته راټيټ کړي، خو تېره اوونۍ پارلمان د تېلو او انرژۍ د وزارتونو یوځای کېدل ونه منل .

د ویلو ده چې احمدي نژاد د نفتو د وزیر په ګډون یو شمېر وزیران له دندو ګوښه کړل او دا کار یې د حکومتي وزیرانو د راکمولو د لړۍ یوه برخه وبلله .

ورته مطالب