له پاکستانه برتانوي پوځي روزونکي ووتل

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تر دې وړاندې له پاکستان څخه تر ۱۰۰ ډېر پوځي روزونکي ایستل شوي .

په پاکستان کې د برتانیا عالي کمېشنرۍ ویلي، د پاکستاني حکومت په غوښتنه له دغه هېواده برتانوي پوځي روزونکي ووتل .

ویل کېږي چې پاکستان کې د برتانوي روزونکو شمېر شاوخوا ۲۰ کسه و، چې ددغه هېواد امنيتي ځواکونه یې روزل .

دغو پوځي روزونکو د وسله والو طالبانو او القاعدې پرضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې پاکستاني پوځیانو ته روزنه ورکوله .

د برتانیا دفاع وزارت ویلي خپل پوځي روزونکي یې د پوځي اندېښنو له کبله ایستلي، خو زیاتوي چې دا وتل د لنډ وخت لپاره دي .

تر دې وړاندې له پاکستان څخه تر ۱۰۰ ډېر پوځي روزونکي ایستل شوي .

د امریکا خبري رسنیو ویلي، په پاکستان کې د برتانیا عالي کمېشنرۍ ویاند جورج شیرف ویلي، د پاکستان حکومت له برتانیا د خپلو پوځي روزونکو د ایستلو غوښتنه وکړه، چې په لړ کې یې ځينې پوځي اندېښنې راوټوکېدې .

د برتانیا ګارډین ورځپاڼې ویلي چې برتانیا ته له پاکستان څخه ۱۸ پوځي روزونکي ستانه شوي .

ګارډین لیکي، چې د پوځي روزنې دا لړۍ د تېرکال په اګست کې پیل شوې چې په ۲۰۱۳ کې به پای ته ورسېږي .

دغه برتانوي روزونکي د بلوچستان ایالت کوټې ته څېرمه په یوه کمپ کې مېشت ول .

ورته مطالب