پانیتا: امریکايي پوځ به په نړۍ کې تر ټولو زورور وساتو

لیون پانیتا د انځور حقوق Getty
Image caption د سپينې ماڼۍ واکمنو لیون پانیتا د امريکا د جاسوسانو د مرکزي ادارې يا سي آی اې له مشرتوبه اوس د افغانستان د جنګ د قومندان ډېويډ پيټرېیاس څوکۍ ته ورکړی دی .

د امريکا د نوي فاع وزير لیون پانیتا تر سرکاري لوړې وروسته ويلي چې د امريکا پر مفلسۍ سربېره به هم دی امريکايي پوځ په نړۍ کې تر ټولو زورور وساتي.

دده په الفاظو چې په مالي اصولو او ملي دفاع کې نورې لارې نه مني .

که څه هم د امريکا د پوځ لګښت په نړۍ کې تر ټولو زيات بلل کېږي، خو اوس يې دفاعي چارواکي د سرکار د نورو څانګو په ډول په پيسو پورې اريان دي .

د سپينې ماڼۍ واکمنو لیون پانیتا د امريکا د جاسوسانو د مرکزي ادارې يا سي آی اې له مشرتوبه اوس د افغانستان د جنګ د قومندان ډېويډ پيټرېیاس څوکۍ ته ورکړی دی .

خپله امريکايي څېړونکي وايي چې د افغانستان اوږد جنګ امريکايانو ته هم سر پرسر ملا ماتوونکي تاوانونه او لګښتونه ور اړوي چې يوازې د يوې اوونۍ لګښت يې په سلګونو کروړاو ډالرو ته رسيږي او هم د ډېرو امريکايي عسکرو سرونه سمدلاسه خوري .

خو د جنګ د ګټلو څرک يې تر اوسه پورې دکرک هګۍ بلل کېږي. پر عامو امريکايانو سربېره اوس ډېر جمهوري غوښتونکي او ډموکراټان هم د افغانستان د جګړې طاقت نه لري .

د انځور حقوق Getty
Image caption ویل کېږي چې د امریکا د پوځ د يوې اوونۍ لګښت په سلګونو کروړاو ډالرو ته رسېږي .

ولسمشر بارک اوباما يې د افغانستان له جنګه د لښکرو د را ايستو په اعلان کې ويل چې په روان ميلادي کال کې به لس زره او په رانوي ميلادي کال ۲۰۱۲ کې به شل زره امريکايي عسکر د افغانستان له جنګه بې غمه کړي .

په دې حساب به نو هغه نوې لښکرکښي پای ته ورسېږي چې ده په ميلادي کال ۲۰۰۹ کې د افغانستان د جنګ د ګټلو لپاره اعلان کړې وه .

خو وايي چې د سپينې ماڼۍ واکمن اوس هم د افغانستان له جنګه ډېر لښکر ځکه نه شي رايستلای چې د امريکايي جنرالانو په يوه پلا د ډېرو عسکرو را ايستنګ نه خوښېږي دوی وايي چې عسکر دې وار په وار او کرار کرار ځنې را پر شا کړي .

ورته مطالب