په چین کې د نړۍ تر ټولو اوږد پول جوړ شو

پول
Image caption دغه پول چې ۴۲،۲ کیلومتره اوږدوالی لري .

د تېرې پنجشنبې پر ورځ په چین کې د نړۍ ترټولو اوږد سمندري پول پرانیستل شو .

دغه پول چې ۴۲،۲ کیلومتره اوږدوالی لري د چین چینګداو د جیاوزو خلیج له لارې له هوانګداو سره نښلوي .

د چین خبري رسنیو ویلي، ددغه پول – او ورسره اړوند تونلونو په اړه – ازموینه د تېرې دوشنبې پر ورځ وشوه او د پنجشنبې پر ورځ ترې د ګټې اخیستو چارې پیل شوې

د ویلو ده چې ددغه پله اوږدوالی د برتانیا او فرانسې ترمنځ د مانچ سمندر تر سور اوږد دی .

دغه سمندر ۳۲ کیلومتره سور لري .

په دې سره د چین دغه پول د امریکا د لویزیانا ایالت د بونتچارتین بحیرې پرسر له پله اوږد ګڼل شوی دی .

د پله جوړېدو پوره څلور کلونه وخت ونیو، چې د چین د رسنیو په وینا، د لګښت کچه یې تر لسو میلیاردو یوان (چې ۱.۵۵ میلیارد ډالر کېږي) ورسېده .

Image caption دغه پول د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو .

د پله د ټينګېولو لپاره ۵۲۰۰ ستنې درول شوې دي .

دغه پول هره ورځ د څه باندې ۳۰ زرو ګاډو د تلو راتلو توان لري، چې په لړ کې یې له چینګداو څخه هوانګداو ته سفر ۳۰ دقیقې وخت اخلي .

خو تر ډېره دا په نړۍ کې تر ټولو اوږد پول نه وو ګڼل شوی، داسې چې چین یې د جوړېدو چارې په ۲۰۰۹ کې پیل پیل کړې .