داسې نه برېښي چې موبايل ټيلې فون د سرطان لامل ګرځي

ګرځنده تیلې فون
Image caption د ګرځنده تیلې فون په اړه نورې پلټنې اړينې دي، خو تر اوسه خپاره شوي خبرونه د قناعت وړ دي .

د سرطان ناروغۍ په اړه د پلټنو د انستيتيوت ډېری شواهد ښيي چې د ګرځنده ڼيلفې ون او مغزي سرطان ترمنځ اړيکه نه شته، خو د دې د سپيناوي لپاره نورو پلټنو ته اړتيا ده .

څېړنې ښيي سره له دې چې نژدې په ټوله نړۍ کې ګرځنده ټيلې فون کارول کېږي، خو بيا هم په تومور (سرطاني) دانې د اخته کسانو په شمېر کې زياتوالی نه دی راغلی .

څو اوونۍ وړاندې د نړيوال روغتيايي سازمان په يوه راپور کې وويل شول چې مبايل يا ګرځنده ټيلې فون ښايي سرطان زېږوونکی وي .

د روغتيا د نړيوال سازمان د سرطاني پلټنو د نړیوالې ادارې دې تصميم، مبايل ټيلې فونونه د کافي په څېر په يوشان برخو يا ګټه ګوريو ووېشل چې په هغه کې يوه اړيکه نه شي ردېدلی، خو هېڅکله په ثبوت هم نه شي رسېدلی .

د انټرفون په څېړنه کې ۲۷۰۸ هغه کسان چې د مغزي سرطان ناروغي يې لرله او هغه چې دغه ناروغي يې نه لرله سره مقايسه شوي دي .

د پیټرولي ګاډو لوګی
کافي Caffee
سرپ
کیمايي پاکوونکي محلولونه

د مطالعې پايلو دا وښوده هغه کسان چې موبايل ټيلې فون لږ کاروي ډېر کم په مغزي سرطان اخته کېږي، خو هغه چې ټيلې فون ډېر کاروي خطر يې زياتېږي .

د سرطان د څېړنو د انستيتيوت پروفیسور انتوني سوېرډلو وايي هغه مهال چې د مغزي سرطان لرونکي يوه ناروغ ته د خپل موبايل د کارولو په تړاو د ځوابولو لپاره پوښتنليکونه ورکړي، د يوه اړخيز قضاوت ګواښ وي .

په دغه څېړنه کې لسو ناروغانو وويل چې دوی په ورځ کې له ۱۲ ساعته ډېر ټيلې فون کاروي .

هغه زياته کړه چې د ۲۰ کلونو په واټن کې په ګرده نړۍ کې د مبايل د کاروونکو شمېر له ډېر کم نه څلور اعشاريه شپږ ميليارده کسانو ته ورسېد .

دی وايي لا هم له ډېرو لوېديځو هېوادونو نه بېلګې ښيي چې ''د مغزي سرطان د پېښو په زياتوالي کې هېڅ نښانې نه شته''

پروفيسور سوېرډلو وايي: '' د را ټولو شويو اسنادو ميل يا لوری په زياتېدونکي ډول د هغې فرضيې په خلاف دی چې د مبايل ټيلې فون کارول په بالغو کسانو کې د مغزي تومور د پيدا کېدو لامل ګرځي''.

په دې اړه نورې پلټنې اړينې دي، خو تر اوسه خپاره شوي خبرونه د قناعت وړ دي .

څېړنو د لسو او پنځلسو کلونو ترمنځ د مبايل ټيلې فون کارولو په اړه ټولنيزو تړاوونو ته کتنه کړې او يوه احتمالي شونتيا يې پرېښې چې د اوږدې مودې لپاره اړيکې نيول ښايي د سرطان لامل وګرځي .

په هر صورت پروفيسور سوېرډلو ټينګار کوي چې که څېړنې له اوږدو اړيکو نه يو شان نتيجه اخلي، نو بيا يوه اړيکه هم په زياتېدونکي ډول د زغم وړ ده .

هغه زیاته کړه چې '' په ماشومتوب کې د اړيکو نيولو په اړه ډېر لږ لاسوندونه شته، خو د دې هېڅ سوال نه پيدا کېږي چې باور وشي دا د تومور لامل ګرځي.''

د برتانيا د سرطاني ناروغۍ څېړونکی ډاکټر جونا اووېنز وايي: ''که څه هم دا پلټنې ښيي چې موږ په بشپړ ډول د مبايل ټيلې فون او د مغزي سرطان ترمنځ اړيکه نه شو ردولی . دا موږ ته را په زړه کوي چې د نړيوالې پلټنې په ګډون په ډېرو څېړنو کې داسې نه ښکاري چې د موبايل کاروونکي دې له زياتېدونکي ګواښ سره مخامخ وي .

د انځور حقوق Reuters
Image caption په دغه څېړنه کې لسو ناروغانو وويل چې دوی په ورځ کې له ۱۲ ساعته ډېر ټيلې فون کاروي .

موږ تر اوسه د ډېر وخت لپاره د موبايل ټيلې فون د کارولو په اړه معلومات نه لرو او دغه راز د دې اغېزې پر ماشومانو باندې هم نه شو معلومولی . نو دا په احتمالي ډول ماشومان تشويقوي چې د مبايل ټيلې فونونو د کولو موده محدوده وساتي .''

''موبايل ټيلې فونونه وروسته له هغه چې خلکو يې کارول پيل کړل په لومړيو لسو، پنځلسو کلونو يې داسې څه بېلګې څرګندې نه شوې چې وښيي د سرطان لامل ګرځي.''

ورته مطالب