شهزاده ویلیم او کیت میډلټن د کاناډا په سفر

شهزاده ویلیم او کیت میډلټن
Image caption دا ددغې شاهي جوړې لومړنی بهرنی سفر دی .

د کاناډا کوبیک ښار د برتانیا شاهي کورنۍ شهزاده ویلیم او د هغه د ښځې کېټ هرکلی کړی دی .

دواړوه د نړۍ یو شمېر هېوادونو ته د لومړي سفر په درشل کې کاناډا ته تللي .

ویلیم او کیت د سمندر له لارې د کاناډا د یوې کښتۍ په سفر ووتل، پر سانت لورانس سمندر مونتریال ته ورسېدل او هلته یې د ځوانانو یوه ټولنه او پوځي اکاډيمي ولیدله .

د ځونانو په دې ټولنه کې یې هغه زمليان ولیدل، چې پناه ځایونه نه لري او په کاناډا کې د برتانیا د شاهي ډلې د پوځي اکاډيمۍ محفل ته هم ورغلل .

کیت ددې سفر پرمهال د اردم په لاس جوړ شوی کمیس اغوستی و .

اردم د کالیو یو برتانوی ډیزاینر دی، چې په کاناډا کې اوسېدلی، چې کاناډا ته د کیت له رسېدو سره سم یې د تېرې پنجشنبې پر ورځ هغې ته ورکړ .

که څه هم په کاناډا کې د شاهي کورنۍ ددغو غړو پرضد څه ناڅه مظاهرې وشوې، خو په ویاړ او هرکلي یې سلګونه مینه هم مخې ته ورغلي وو .

ورته مطالب