په سره سمندر کې ۱۹۷ ناقانونه کډوال ډوب شوي

کډوال
Image caption هرکال په زرګونو کډوال د سره سمندر له لارې نورو هېوادونو ته ځانونه رسوي .

د سودان رسنیو ویلي چې په سره سمندر کې په ناقانونه توګه سعودي عربستان ته د افریقا ۱۹۷ ناقانونه کډوال ډوب شوي دي .

سور سمندر د پناه غوښتونکو د تګ مشهوره لار ده .

لکه څنگه، چې د بي بي سي خبريال جيمز کرنال له خرطوم نه په دې رپوټ کې وايي د سودان د مرکز د خبرې ايجنسۍ د رپوټ له مخې، نژدې ۱۹۷ کسان هغه مهال مړه شول، چې بېړۍ يې اور واخيست .

په رپوټ کې د سودان د يوشمېر چارواکو له قوله ويل شوي، چې بېړۍ له ناقانونه کډوالو ډکه وه چې غوښتل يې سعودي عرب ته ننوځي .

ظاهراً درې کسان په بېړۍ کې ژوندي پاتې دي .

د سودان ددغه خبرې ايجنسۍ د معلوماتو له مخې، په بېړۍ کې سپاره ټول کسان بهرنيان وو .

د اوس لپاره په دې اړه معلومات نشته چې بېړۍ ډوبه کړاى شوې او که څنگه .

معمولاً د سوماليا او نورو هېوادونو کډوال د سره سمندر له لارې سعودي عرب او يا يمن ته ځانونه رسوي .

همدارنګه رپوټونه وايي چې په بېړۍ کې د نورو ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره هڅې روانې دي .

دارنګه دا هم ويل کېږي چې سيمه ييزو چارواکو د سودان په طوکر سیمه کې د ٢٤٧ کډوالو د قاچاقو هڅه شنډه کړې ده .

د خبري ايجنسۍ د معلوماتو له مخې، په دوى کې زياتره د چاد، نيجیريا، سوماليا او اريتريا وګړي وو .

هرکال په زرګونو کډوال د سره سمندر له لارې نورو هېوادونو ته ځانونه رسوي .

ورته مطالب