امریکا له پاکستاني پوځ سره خپله مرسته وځنډوله

پاکستان
Image caption امریکا له پاکستان غواړي چې له د اورپکو پرضد خپله مبارزه لاپسې سخته کړي.

امریکايي چارواکو د پاکستاني پوځ ته د مرستې ورکړه وځنډوله.

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې د بارک اوباما ادارې له پاکستاني پوځي سره خپله ۸۰۰ میلیون ډالر مرسته ځکه وځنډوله چې له پاکستان څخه امریکايي روزونکي ایستل شوي.

خو د پاکستان د پوځ ویاند بیا دا ډول څرګندونې رد کړې او دا یې پر خپل هېواد نېغ برید بللی دی.

جنرال اطهر عباس د نیویارک ټایمز راپرو د هغه په وینا د پاکستان د کمزوري کولو د هڅو یوه برخه بللې ده.

دا مهال پاکستان هر کال له امریکا څخه د پوځيانو لپاره تر دوو میلیاردو ډېره مرسته ترلاسه کوي.

له دغو مرستو څخه ډېری برخه یې پاکستان له افغانستان سره پر پوله د پرتو پوځيانو او د اورپکو د مخنيوي پر لارو چارو او له هغوی سره پر مبارزې لګوي.

د نیویارک ټایمز سرچینو ویلي، د امریکا په پوځي مرستو پاکستان خپل پوځ روزي او پوځي توکي رانیسي.

Image caption د امریکا ددې مرستې ډېره برخه پاکستان له افغانستان سره پر پوله د پرتو پوځيانو او د اورپکو د مخنيوي پر لارو چارو او له هغوی سره پر مبارزې لګوي.

د یوه جګپوړي امریکايي چارواکي له خولې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویل شوي، که چېرې پاکستان د سخت دریځو پروړاندې خپله مبارزه ګړندۍ او اسلام اباد له واشنګټن سره خپل اړيکي ښه کړي، امریکا به یوځل بیا له پاکستان سره ښه ډېره پوځي مرسته وکړي.

په دې وروستیو اوونیو کې پاکستان له خپلې خاورې تر ۱۰۰ ډېر امریکايي پوځي روزونکي متحده ایالتونو ته ستانه کړل.

اسلام اباد له واشنګټن دا هم وغوښتل چې پاکستان کې دې د سي آی اې هغه څارګره اډه وتړي، چې د بې پیلوټه الوتکو په مټ پر اورپکو بریدونه کوي.

ورته مطالب