د پاکستان او افغانستان پوله د جګړې نوی محاذ

پاک - افغان - سرحد د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دغه طالبان اوس په سرحدي سيمو کې د نويو تشکيلاتو په جوړولو بوختې دي.

د پاکستان په قبايلي سيمو په ځانګړي ډول باجوړ ايجنسۍ او ملاکنډ کې د پاکستاني پوځ د عملياتو په پايله کې تښتېدلو پاکستاني طالبانو له څه مودې را پدېخوا د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کې يو وارې بيا خپل فعاليتونه له سره پيل کړي دي.

په پښور کې د بي بي سي خبریال وايي داسې معلومات شته چې دغه ډلې اوس په سرحدي سيمو کې د نويو تشکيلاتو په جوړولو بوختې دي.

دغه معلومات پر داسې مهال را دبره کېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په ګډه پوله د تند لارو تګ راتګ، اسلام اباد او کابل دواړو ته سرخوږی جوړ کړی دی.

په وروستيو کې له پاکستاني غاړې نه د افغانستان پر خاوره د توپونو گوزارونه زیات شوي او پاکستان شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د کونړ ولايت پر سرکاڼو، دانگام، شيگل، ناړۍ او اسمار ولسواليو او د ننګرهار په ځينو سيمو توغنديز بريدونه کړي دي، چې تر دې مهاله يې له ۲۰ ډېرو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

له څه مودې راهیسې دواړه هيوادونه پر یو بل تورونه لګوي او داسې برېښي چې پر پوله د پاکستان له خوا د توپچي بريدونو را وروسته يو وارې بيا د دواړو هيوادنو ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي دي.

تر دې مخکې له کونړ سره پر پوله پر پاکستاني ځواکونو بريد شوى و او مرگ ژوبله يې هم ورته اړولې وه.

Image caption سوات او باجوړ وروسته له هغه پاکستاني طالبانو پرېښود چې پوځ پسې واخيستل.

هغه مهال پاکستان تور لگولى و چې بريدگر له کونړه ور اوښتي، خو افغان چارواکو دا تورونه بې بنسټه وبلل. په دغو پيښو کې یو شمير پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.

په دې تړاو پاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ته هم خپله اندېښنه په ډاګه کړې وه.

پاکستان په دې دریځ ولاړ دی چي په دغو بريدونو کې د پاکستاني چارواکو په وينا د افغانستان له خوا راغلي اورپکي لاس لري.

که څه هم د پاکستان حکومت په ښکاره ډول دا نه دي ويلی چی د افغانستان حکومت د دغو تندلارو ملاتړ کوي، خو د چارواکو تر منځ داسې ګنګوسي شته دي.

په پښور کی د بی بی سی خبریال رفعت اللہ اورکزئی وايي چې د پاکستان لوړپوړي پوځي چارواکي په غير مستقيم ډول وايي چی څنګه امکان لري د افغانستان له پولې دې څوک پاکستان ته داخلېږي او افغان حکومت دې ترې خبر نه وي.

له بل پلوه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم له پاکستان نه افغانستان ته د وسله والو پر اووښتو اندېښنه ښوولې ده.

دغه وضعيت ته په کتو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې ظاهرآ داسې ښکاري چې له یوې اوږدمهالې چوپتیا وروسته کابل او اسلام اباد یو واری بيا د یو بل په مقابل کې دریدلي دي.

د افغانستان او پاکستان پر پوله د اوسنۍ شخړې مهم لاملونه

په پښور کې د بي بي سي یو خبریال پخپل راپور کې کاږي داسې معلومات شته چې په باجوړ ايجنسۍ او ملاکنډ ډويژن کې له پوځي عملياتو نه تښتېدلي پاکستاني طالبان د دې هيواد پولې ته ورڅېرمه د افغانستان د کنړ او نورستان ولايتونو په غرنيو سيمو کې خپل مرکزونه جوړ کړي دي.

د ده په وينا د باجوړ او سوات د طالبانو د مشرانو مولانا فضل الله او مولوي فقیر محمد په اړه ويل کیږي چې دوی په همدغو سيمو کې پټ دي او د دې خبرې پخلی پخپله هغوی څو، څو وارې له رسنيو سره په خبرو کې هم کړی دی.

Image caption مولوي فقیر محمد ويلي له سرحدي سيمو به پر باجوړ حملې کوي.

مولوي فقیر محمد څو ورځې وړاندې له بی بی سی سره په خبرو کې وويل چې هغه به اوس له همدغو سرحدي سيمو نه پر باجوړ حملې کوي.

د ده له دغو څرګندونو را وروسته تر اوسه لږ تر لږه دوه ځله په باجوړ کې پر ميشتو امنيتي ځواکونو او د قبايلي لښکر په مهمو غړو بريدونه شوي دي.

مولوی فقیر محمد اوس د قاری عمر په نوم د خپلې ډلې يو کس په باجوړ کې خپل وياند ټاکلی دی.

د دوی په وينا په هغو غرنيو سيمو کې چې دوی له خپلو ملګرو سره پټ دي، هغه ډيره ستونزمنه غرنۍ سيمه ده او دا چې د دوی په خبره په دغه سيمه افغانستان، پاکستان او ناټو هيڅ ډول کنټرول نه لري.

مولوي فقير محمد څو ورځې وړاندې په باجوړ باندې د حملي کولو ګواښ هم کړی وو. داسی معلومات هم ترلاسه شوي چې فقیر محمد د اېف ام پر څپو خپله غير قانوني راډيو هم بيا فعاله کړې ده.

له دې پرته د سوات د طالبانو وياند عمر حسن احرابي دا هم منلې ده چې په بر دير کې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو باندې بريد دوی کړی دی.

په تير کې د باجوړ او سوات طالبانو ترمنځ نه يوازې دا چې فکري همغږي موجوده وه، بلکې د پاکستان د پوځ پر وړاندې يې هم د يو بل مرسته کوله.

په پاکستان کې د بي بي سي خبريال ليکي چې د پاکستاني طالبانو له خوا رسنيو ته له ورکړل شويو معلوماتو داسې ښکاري چې ظاهرآ اوس هغوی د افغانستان او پاکستان پولې د خپلو پټنځايونو لپاره غوره کړي دي.

ډاکټر اشرف علی چې د (فاټا ريسرچ سنټر) يا قبايلي سيمو د څېړنې د مرکز مشر دی او په اسلام اباد کې د بڼسټ پالو په هکله پلټنې کوي وايي چې په ورستيو کې د حکومت له لوري د طالبانو په تحريک چې پاکستان غير قانوني اعلان کړی، ولکه تنګه شوې ده.

د ده په وينا په داسې وخت کې د افغانستان سرحدي غرنۍ سيمې د هغوی د پټيدو لپاره خوندي او ښه ځای کيدای شي.

ډاکټر اشرف علي وايي: ((په کونړ کې د افغاني طالبانو قومندان قاري ضياء الرحمن د دغو پاکستاني طالبانو مرسته کوي او ضیاء الرحمن د باجوړ له طالبانو سره ښې اړيکې لري.))

ښاغلی علی وايي د افغانستان پر پوله د مره ورې هغه سيمه پرته ده چې طالبان په کې له یو بل سره ليدته کاته کوي او نورو شاوخوا سيمو ته د تللو او تيتېدو لپاره يې غوره کړې ده.

پاکستاني کارپوهان او څېړونکي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې افغان چارواکو ویلي وو، د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې یې د عملیاتو پرمهال تر ۲۰ ډېر وسله وال طالبان وژلي دي.

د افغان چاروکو په وینا، په وژل شویو کې ګڼ بهرني اورپکي دي، چې د سیمه ییزو چارواکو په خبره د پاکستان له قبايلي سیمو ننګرهار ته وراوښتي دي.

له دې پرته په نورستان او کونړ ولایتونو کې هم افغان چارواکو په دې وروستيو کې څو ځله دا ادعا وکړه چې په جګړه کې يې طالبانو ته د سر زيان اړولی او د دوی په خبره ډيری يې پاکستاني طالبان دي.

خو د حالاتو افغان څارونکي بيا پوښتي چې پاکستان ولې له دې سره سره چې پاکستاني طالبان په خپله ادعا کوي چې پر باجوړ او بر دير دوی بريدونه کړي، او لا هم ګواښونه ورته کوي، افغانستان ملامتوي.

ورته مطالب