ابو ظبي بهرني کارکوونکي راکموي

ابو ظبۍ
Image caption یوې سرچینې - چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې – ویلي، دا کار د ابو ظبۍ د وليعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان په امر شوی .

د ابو ظبۍ امارت غواړي چې د بهرنیو کارکوونکو پرځای اماراتي وګړي وګماري، چې په دې سره به یې د لګښتونو کچه هم راټيټه شي .

رویټرز خبري اژانس د یو شمېر سرچینو له خولې ویلي، د ابو ظبۍ په حکومتي ادارو کې هغه زرګونه بهرني کارکوونکي له دندو لیرې کېږي، چې دا مهال په کار بوخت دي، خو کره شمېره لا نه ده په ډاګه شوې .

یوې سرچینې - چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې – ویلي، دا کار د ابو ظبۍ د وليعهد شیخ محمد بن زاید آل نهیان په امر شوی .

په دې لړ کې د ابو ظبۍ د ښاروالۍ او ترانسپورټېشن په ادارو کې د ابو ظبۍ اصلي وګړي د بهرنیو کارکوونکو ځایناستي کېږي، چې بیا وروسته به نوبت حکومتي روغتونونو او کولتوري ادارو ته رسېږي .

د ابو ظبۍ د کولتور او میراث د ادارې یوه بهرني کارکوونکي ویلي، ادارې له خپلو ۱۱۸ بهرنیو کارکوونکو غوښتي چې له یوې تر درو میاشتو پورې د خپل ځان غم وخوري .

دی زیاتوي، له دې کار څخه موخه پخپله د ابوظبۍ د اوسېدونکو ګمارنه ده .

په ابو ظبۍ کې یوه شنونکي ویلي، ځينې وخت له ډېر وخت راهیسې بهرنیان په دندو ګمارل کېدل او هغوی ته لوړ معاشونه ورکول کېدل .

د عرب خليجي نورو هېوادونو په څېر، امارات هم په زیاتره اقتصادي راکړو ورکړو کې پر بهرنیو کارکوونکو تکیه کوي .

د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزارت په حواله، دا مهال ۳۵ اماراتي وګړي کار نه لري، او په خصوصي سکتور کې یوازې ۷٪ امراتي وګړي کار کوي .

په لندن کې د کورنرسټن ګلوبل اسوشیټېډ پانګونې د شرکت بنسټګر غانم نسیبه وايي، دا مهال حکومت د خپلو وګړو لپاره د دندو پیدا کولو او دا چې هېواد ته اقتصادي زیان هم ونه رسېږي، ګواښ ترمنځ پاتې دی .

Image caption د خلیج لومړی بانک چې په ابوظبۍ کې لومړی مرکزي بانک دی، په راتلونکو څو میاشتو کې خپل لسګونه بهرني کارکوونکي له دندو ګوښه کوي .

د اماراتو د کار وزیر صقر غباش په تېره مۍ میاشت کې وویل، تر راتلونکو لسو کلونو پورې هر کال باید په خصوصي سکتور کې شلو زرو اماراتیانو ته دندې پیدا شي او نوي فارغين وګمارل شي .

که څه هم خصوصي سکتور ته د بهرنیو کارکوونکو د نه ګمارلو امر نه دی شوی، خو کېدای شي تر یوه حده به پرې فشار وي .

د خلیج لومړی بانک چې په ابوظبۍ کې لومړی مرکزي بانک دی، په راتلونکو څو میاشتو کې خپل لسګونه بهرني کارکوونکي له دندو ګوښه کوي .

ورته مطالب