پاکستان: د امریکا مرستو ته اړتیا نه لرو

اطهر عباس

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي له پاکستان سره د امریکا د مرستو درېدنه به یې د اورپکو پرضد د پوځ روانه جګړه کمزورې نه کړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن وويل پاکستان ته ددغه هېواد د پوځي مرستو د يوې برخې ځنډول د تگلارو بدلون نه دى، خو له پاکستان نه په امنيتي برخه کې د لا ډېرې همکارۍ د غوښتنې څرگندويي کوي.

د امريکا حکومت پر يکشنبه رسمي تاييد کړه چې پاکستان ته د خپلو پوځي مرستو درېيمه برخه، چې شاوخوا اته سوه ميليونه ډالره کېږي، ځنډوي.

هند ددغې ځنډېدنې هرکلى کړى او د بهرنيو چارو وزير يې ويلي چې دغې مرستې کولى شواى چې په سيمه کې توله له منځه يوسي.

خو د پاکستان د پوځ وياند تورن جنرال اطهر عباس وويل چې د مرستو درېدنه به يې د پوځ روانه مبارزه کمزورې نه کړي.

اطهر عباس فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، په تېر جون کې یې د پوځ لوی درستیز ته وویل چې د پاکستان پوځ د امریکا مرستو ته چندان اړتیا نه لري.

خو د سپينې ماڼۍ یوه جګپوړي چارواکي ویلیم دیلي پر تېره یکشنبه وویل چې له پاکستان سره به کېدونکې مرستې وځنډول شي.

هندوستان د تېرې یکشنبې پر ورځ پر پاکستان د امریکا د مرستو د درېدو هرکلی وکړ.

د هند د بهرنیو چارو وزیر اس ام کریشنا وویل ''د امریکا متحده ایالتونو ته نه ښايي چې دغه سیمه (پاکستان) په سیمه کې پر یوې خطرناکې سیمې واوړي، هند د امریکا ددې پرېکړې هرکلی کوي.''

ورته مطالب