طالبانو د ۱۶ پاکستاني پولیسو د وژلو وېدیو خپره کړه

طالبان
Image caption د پولیسو ښۍ خوا ته د طالبانو یو سیمه ییز قومندان ولاړ دی، او پر پولیسو ''اسلام ته د دښمنۍ'' تور لګوي.

د پاکستان پوځ وايي يوه وېډيو چې د طالبانو په لاس د ۱۶ تنه پوليسو وژنه په کې ښوول کېږي، داسې ښکاري چې ريښتېنې وي.

په وېډيو کې پوليس ليکه درول شوي په داسې حال کې چې يو پاکستانی طالب پرې د اسلام دښمنۍ تور لګوي او د پولیسو لاسونه تر شا تړل شوي دي.

ورپسې طالب وسله وال ليدل کېږي چې له نژدې واټنه پرې ډزې کوي.

د وژنې دغه پېښه تېره مياشت له ډېورنډ سره څېرمه د پښتونخوا په دير کې شوې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې دغه وېدیو ريښتیا ده.

د مړو پلټنه

له دغې وېدیو سره خپاره شوي معلومات ښيي چې پولیسو په تېر جون کې د افغانستان پولې ته څېرمه دغه پولیس نیولي دي.

د سیمې اوسېدونکو د پولیسو مړي له سیمې د طالبانو تر تګ وروسته موندلي دي.

بي بي سي ته پر ګرځنده تیلې فون دغه اخیستل شوې وېدیو رسېدلې ده.

د ویلو ده چې د افغانستان پولې ته څېره قبایلي سیمه د وسله والو د فعالیت ځای دی.

له سیمې ترلاسه شوي راپورونه وايي چې سلګونه وسله والو دیر او کونړ ته څېرمه پر یوه ښار برید کړی دی.

په دې برید کې لږترلږه د پاکستاني پوځ د ۲۵ سرتېرو د وژل کېدو خبره شوې، چې د برید پړه پاکستاني طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

"د اسلام دښمنان "

د طالبانو له خوا د وژل شوو پولیسو دغه وېدیو ډېره خواشینوونکې بلل شوې، چې په کې تر ډزو شېبه وړاندې طالبان ترې توپک په لاس راتاو دي.

د پولیسو ښۍ خوا ته د طالبانو یو سیمه ییز قومندان ولاړ دی، او پر پولیسو ''اسلام ته د دښمنۍ'' تور لګوي.

دغه طالب قومندان نیول شوو پولیسو ته وایي چې خدای تاسې ته سزا درکوي.

ورته مطالب