په هند کې ترټولو ارزانه ګاډی او کور

ټاټا- نانو ګاډی د انځور حقوق AP
Image caption هندي ټاټا شرکت د نانو په نامه د نړۍ تر ټولو ارزانه ګاډي هم جوړوي.

د هند د ګاډو جوړولو ټاټا شرکت اعلان کړی، چې بازار ته په قالبونو کې چمتو شوي کورونه په ارزانه بیه راوباسي، چې په دې سره به له بې وزله کسانو سره د کورونو په اخیستو کې مرسته وکړي.

د ټاټا شرکت ویاند، چې دوه کاله وړاندې یې په ګرده نړۍ کې تر ټولو ډېر ارزانه ګاډي جوړ کړي، وايي ''د دا ډول ګاډو ازميښتي پړاو دا مهال د هند په ځينو سیمو کې دوام لري.''

ویاند زیاتوي، قالبي ارزانه کورونه به راتلونکی کال چمتو شي.

نوموړي دا هم ویلي چې ددغو کورونو تر ټولو ارزانه بیه به ۷۰۰ امریکايي ډالره وي.

د هندي چارواکو او ټاټا ټول پام د هند لیرو کلیوالو سیمو ته دی، چې شاوخوا ۱۵ میلیون کورونه په کې جوړ کړي.

هندي ټاټا شرکت د نانو په نامه د نړۍ تر ټولو ارزانه ګاډي هم جوړوي.

ټاټا شرکت وايي چې د کورنو بامونه، درازې، دېوالونه او کړکۍ به په جلا جلا صندوقونو کې راځي چې په یوه اوونۍ کې به سره تړل کېږي.

د ټاټا شرکت ویاند وویل چې د کورونو نمونې یې د هند په ګوټ ګوټ ۳۰ سیمو کې ازمویلې دي.

ابتدايي نمونه کور ۲۰ مترمربع لوی او بام هم لري.

تر دې د لږ لوی کور بیه ۱۰۰ ډالره ده.

ټاټا دداسې کورونو جوړول هم په پام کې لري، چې برنډه او سولر یا لمرینه برېښنا ولري.

ورته مطالب