امریکا: ښځې د خپل میړه تناسلي اله غوڅه کړه

کاترین کیو بیکر
Image caption پولیس وايي، دا پېښه د تېرې دوشنبې پر شپه شوې ده، خو د سړي نوم نه دی افشا شوی، خو دومره ویل شوي چې د کاترین کیو بیکر ۵۱ کلن میړه دا مهال د يو سي آی په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د امریکا د جنوبي کلیفورنیا ایالت پولیسو ویلي، یوې ۴۸ کلنې ښځې د خپل میړه تناسلي آله په یوې تیزې چړې غوڅه کړې ده.

پولیس وايي، چې تر پېښې وړاندې ښځې خپل میړه ته ګواښ کړی او پر چپرکټ پورې یې کلک تړلی دی.

د پولیسو یوې بلې سرچینې بیا ویلي، چې کاترین کیو بیکر خپل میړه ته په خوړو کې نښه يي توکي یا بې هوښه کوونکي څيز اچولی، هغه ښه کلک ویده شوی او بیا یې تناسلي اله ترې غوڅه کړې او په خځلنۍ کې یې اچولې ده.

پولیسو په خپل راپور کې دا هم ویلي، دغې ښځې دا کار د خوب په خونه کې هغه مهال کړی، چې میړه یې د بې هوښۍ له خوبه د بیدارېدا په حالت کې و.

کله چې میړه هڅه وکړه، ځان ترې وژغوري، پر چپرکټ پورې کلک تړل شوی و.

د پولیسو په راپور کې دا هم راغلي، چې له میړه غوڅه کړې تناسلي اله یې سوځولې ده.

تر پېښې وروسته سم لاسي ښځې د پولیسو له ۹۱۱ بېړنۍ شمېرې سره اړیکه نیولې، او په خپل جرم یې پولیس خبر کړي دي.

هغې پولیسو ته ویلي چې له''میړه سره یې همدا کار ښايي''، خو په اړه یې نور جزییات نه دي خپاره شوي.

ښځې دا هم ویلي، چې میړه او ښځه له یو بل څخه د جلا کېدو پولې ته نژدې شوي وو.

پولیسو دغه ښځه یوه زندان ته لېږدولې ده، او تور یې پرې لګولی، چې خپل میړه یې په زور تړلی، بې هوښه کړی، تېری یې ورباندې کړی او په وژونکې آله یې هغه خوږ کړی دی.

پولیس وايي، دا پېښه د تېرې دوشنبې پر شپه شوې ده، خو د سړي نوم نه دی افشا شوی، خو دومره ویل شوي چې د کاترین کیو بیکر ۵۱ کلن میړه دا مهال د يو سي آی په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.