د ISI مشر د CIA له مشرانو سره خبرې کوي

احمد شجاع پاشا
Image caption احمد شجاع پاشا وروسته له هغه واشنګټن ته تللی، چې د امریکا او پاکستان ترمنځ اړيکي ترینګلي شوي وو.

د پاکستان د استخباراتو رییس جنرال احمد شجاع پاشا د امریکا متحده ایالتونو ته په یوه ورځني سفر تللی دی.

پاکستاني سرچینې وايي، ښاغلي پاشا او د آی ایس آی ځینو نورو جګپوړو غړو په اسلام اباد کې له سفر وړاندې له یوه امریکايي قومندان جنرال جیمز سره وکتل.

تمه ده چې ښاغلي پاشا به په امریکا کې له پوځي او استخباراتي چارواکو سره له پاکستان سره د امریکا پر ځنډول شوې مرستې وغږېږي.

پر دې سربېره، به ددواړو هېوادونو استخباراتي مشران د ترهګرۍ پرضد پر لارو چارو هم خبرې وکړي.

پاکستان ویلي، که چېرې امریکا پر پاکستاني پوځ مرستې ودروي، نو پاکستان به د افغانستان پولې ته څېرمه له قبایلي سیمو ورټول کړي.

دوه ورځې وړاندې امریکايي چارواکو د پاکستاني پوځ ته د مرستې ورکړه وځنډوله.

نیویارک ټایمز د امریکايي چارواکو له خولې ویلي، چې د بارک اوباما ادارې له پاکستاني پوځي سره خپله ۸۰۰ میلیون ډالر مرسته ځکه وځنډوله چې له پاکستان څخه امریکايي روزونکي ایستل شوي.

خو د پاکستان د پوځ ویاند بیا دا ډول څرګندونې رد کړې او دا یې پر خپل هېواد نېغ برید بللی دی.

جنرال اطهر عباس د نیویارک ټایمز راپرو د هغه په وینا د پاکستان د کمزوري کولو د هڅو یوه برخه بللې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي له پاکستان سره د امریکا د مرستو درېدنه به یې د اورپکو پرضد د پوځ روانه جګړه کمزورې نه کړي.

ورته مطالب