القاعده د ماشومانو د جلب لپاره کارتوني فلم جوړ کړی

فلم د انځور حقوق n
Image caption په فلم کې په عربي جزیره کې د القاعدې ځینې بریدونه، وژنې او تښتونې هم انځور شوې دي.

د القاعدې ډلې یوه پلوي ویلي، چې دغه شبکه دا مهال دداسې کارتوني درې ګوټيزه 3D فلمونو په جوړولو بوخته ده، چې خپلې ډلې ته ماشومان ورمات کړي.

د القاعدې ډلې ته یوې نژدې وېبپاڼې ددغه کارتوني فلم ځینې انځورونه هم خپاره کړي دي.

د سخت دريځۍ پروړاندې یوې وېبپاڼې – چې په لندن کې یې چارې پرمخ وړل کېږي- ویلي ''په دغه فلم کې وسله والې نښتې او پهلواني کړنې ترسره شوې دي.''

خو د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې یوه امریکايي سلاکار د القاعدې شبکې له خوا د دا ډول فلم پر جوړېدا شک ښودلی.

د ابو اللیث الیمني په نامه کس، چې دغه فلم یې خپور کړی، ویلي ''په عربي جزیره کې دغه فلم ډېر مؤثر دی، او له اسلام او نبي (صّلی الله علیه وسلّم) سره خیانت کوونکي په کې په ډاګه شوي دي.''

د فلم هدف دا دی چې ځوان او زلمیان القاعدې ډلې ته ورمات کړي.

په فلم کې ځینې ريښتینې صحنې هم انځور شوې دي.

مخکني جنګیالي او د کولیام وېبپاڼې یوه کارپوه نورمان بینوتمان ویلي ''که ددې فلم جوړېدا خبر سم وي یا نه وي، دا د ماشومانو د راماتولو لپاره د القاعدې ډلې یوه نوې وسیله کېدای شي.''

دی زیاتوي''القاعده له نوو تاکتیکونو ګټه اخلي، چې د سخت دريځۍ مفکوره ان د ماشومانو او زلمیانو په ماغزو کې هم ورپیچکاري کړي.''

خو د بینوتمان په خبره، د القاعدې له لوري د ماشومانو دا ډول ورجلبول د پلرونو په نزد غبرګونونه هم راپاروي، ځکه چې ډېر کله د کورنیو د ړنګېدا سبب ګرځي.

د اسلامي سخت دريځۍ پروړاندې امریکایی سلاکار ویل ماکانټس بیا ددغه فلم پر جوړېدو شک ښيي.

ده دا هم ویلي که چېرې دغه فلم رښتیا وي، نو دا په عربي جزیره کې د القاعدې ډلې د پرمختګ نښه ده.