مخالفين: حکومتي ځواکونه پر امنيت ټينګولو بوخت دي

سوريه
Image caption له تېرو څلورو مياشتو راهيسې دغلته د حکومت پر ضد لاريونونه کېږي.

د سوريې مخالف فعالان وايي د دغه هېواد پوځ په حمص ښار کې په پراخو امنيتي عملياتو بوخت دی. راپورونه وايي په حمص کې د تېرې اوونۍ په اوږدو کې څه د پاسه ۴۰ کسان وژل شوي دي.

له هغه راهيسې چې د احتجاج کوونکو او حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې روانې دي، اوس پرې څلور مياشتې تېرېږي.

حکومت وايي د اصلاحاتو بهير ته ژمن دی، خو مخالفان بيا د ولسمشر بشار الاسد نظام د راپرځولو غوښتنه کوي.

له بيروت نه د بي بي سي خبريال اوېن بېنېت جونز په خپل راپور کې وايي په حمص کې احتجاج کوونکي او امنيتي ځواکونه د خپل هوډ په اوږده درنه جګړه کې سره ښکېل دي.

د دغه ښار اوسېدونکي له څو ورځو راهيسې دا خبره کوي چې دوی وېرېدلي او په خپلو کورونو کې بند پاتې دي او بهر د ډزو غږونه اوري.

ځينې وېډيوګانې چې پر انټرنېټ خبرې شوې په هوا کې لوخړې ښيي، او ډزې په کې اورېدل کېږي.

پر سړکونو د پلټنې پوستې جوړې شوې او ګڼ شمېر امنيتي ځواکونه ځای پر ځای شوي، په داسې حال کې چې چارواکي د احتجاجونو د تنظيموونکو په نيولو بوخت دي.

داسې ښکاري چې په حمص کې د زورزياتي او تاوتريخوالي پېښو اوس فرقه يي بڼه غوره کړې او د ښار سنيان او علويان په نښتو کې ښکېل دي.

دواړه حکومت او مخالفان پر يو بل تور لګوي چې فرقه يي تاوتريخوالي ته لمن وهي. مخالفانو ويلي د جمعې ورځې احتجاجونه به د ملي يووالي په وياړ تر شعار لاندې وي.

د سوريې رسمي خبري اژانس په حمص کې د پېښو د خپل اړخ انځور ورکړی، او له ژوبلو شويو سرتېريو سره يې مرکې کړې، چې ويل يې ګواکې د ناقانونه وسله والو ډلو له لوري پرې بريدونه شوي دي.

دوی وايي مخالفينو يې ماشينګڼې، له لرې نښه ويشتونکي ټوپک او لاسونه بمونه کارول.

اژانس وايي په نورو ځايونو کې د حکومت په پلوۍ لاريونونه شوي، چې خلکو په کې خپل ټاټوبي ته د وفادارۍ څرګندونه کوله.

سوريې ته د نژدې ټولو بهرنيو خبريالانو پر ننوتلو بنديز دی.

ورته مطالب