WHO: په اسیا کې ژیړی د ۵ میلیون انسانانو ژوند ګواښي

ژیړی
Image caption د ژيړي ناروغۍ د خپرېدا اصلي لامل خوارځواکي او د پیسو نشتوالی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان WHO وايي چې وایروسي ژیړی به په راروانه لسیزه کې په سوېلي او سوېل ختيزه اسیا کې څه باندې پنځه میلیونه کسان ووژني.

WHO زیاتوي حکومتونه باید د ژیړي یا هیپټایټیس ناروغۍ خلاف مبارزه خپل لومړيتوب وګرځوي.

دغه خبرداری داسې مهال ورکړل شوی، چې WHO په راروان پنجشنبه د ژيړي د ورځې د لمانځلو لپاره چمتووالی نیسي.

WHO وايي چې په تېرو لسو کلونو کې په جنوب ختيزه اسیا کې د ژيړي د ناروغۍ له کبله ډېر خلک مړه شوي.

د روغتیا نړیوال سازمان په سیمه کې د هند او بنګلدیش په ګډون په ۱۱ هېوادونو کې اټکل کوي چې تېرکال په پرتلیز ډول ۲۹ میلیونه خلک د سي په نامه ژيړي اخته شوي وو، په داسې حال کې چې په دغو هېوادونو کې درې نیم میلیونه خلک د اېډز په ايچ آی وي وایروس اخته شوي و.

ژیړی د انسان پر ینه اغېز کوي او ځینې بڼې خو یې د سرطان (کنسر) د ناروغۍ لامل ګرځي.

ځینې وخت خلک پرته له دې چې پوی شي، کلونه کلونه په ژيړي اخته وي.

WHO وايي د بي په نامه ژيړي د خپرېدا مخه یې کوچنیانو ته د واکسین کولو له لارې نیولې ده.

د ژيړي ناروغۍ د خپرېدا اصلي لامل خوارځواکي او د پیسو نشتوالی دی، د اې او اي ژېړی د ککړو اوبو له لارې خورېږي، په ځانګړې توګه دغه وایروسونه د موسمي بارانونو پرمهال ډېر وي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د جنوب ختيزې اسیا په ډېرو هېوادونو کې د ژېړي د ناروغۍ د خپرېدا لاملونه په روغتونونو کې په ازاده توګه معاینې ته نه لاسرسی، په ناوړه توګه د وینې چاڼول او د پیچکاریو د ستنو د بیا-بیا کارولو په ګډون ځینې نورې ستونزې به ګوته شوې دي.

خو WHO وايي چې ددوی په مخ کې تر ټولو لویه ننګونه ددې ناروغۍ د خطرونو په اړه د خلکو نه پوهاوی دی.

ورته مطالب