برتانوۍ سندغاړې ایمي واین هاوس مړه وموندل شوه

ايمي واین هااوس
Image caption ايمي واین هااوس د ښکلي غږ او فېشن له کبله ډېره مشهوره وه.

په برتانیا کې یوه تر ټولو بااستعداده او بریالۍ سندغاړې ايمي واین هاوس په لندن کې په خپل کور کې مړه موندل شوې.

۲۷ کلنې ایمي واین یو شمېر نړیوالې جایزې هم ګټلې وې.

نوموړې له څو کلونو راهیسې په الکحولو او نشه يي توکو روږدې وه.

دې د خپل دردمن غږ او ځانګړې انداز او فېشن له کبله شهرت درلود.

د برتانیا پولیس وايي، ايمي واین هاوس د لندن په شمال کې په خپل کور کې مړه موندل شوې، چې په اړه یې پلټنه پیل شوې ده.

دغه سندغاړې چې د ژوند په اوږدو کې له یو لړ ستونزو سره مخامخ وه، د وروستي ځل لپاره د تېرې چهارشنبې پر ماښام له خپلې لور بالتبني سره د خپل نوي سندریز البوم په ویاړ په جوړ شوي محفل کې راڅرګنده شوه.

په وروستیو کلونو کې هغې ډېر الکحکول او نشه يي توکي کارول.

تېره میاشت ایمي واین هاوس د نشې له کبله اروپا ته د خپل نوي سندریز البوم په ویاړ په محفل کې له شرکت کولو پاتې شوه؛ ځکه چې ډېر الکحول او نشه يي توکي یې خوړلي وو.

د واین هاوس پر ټویټر وېبپاڼه د برتانیا د مخکني لومړي وزیر ګورډن براون ښځې سارا براون د واین هاوس پر مړینه خواشيني ښودلې او هغه یې د سندرو په نړۍ کې د یوه لوړ استعداد او ښکلي غږ څښتنه بللې ده.

سارا براون د ایمي واین هاوس مړینه یوه غمیزه بللې ده.

ورته مطالب