په م. م کې د فلسطينيانو د غړيتوب وړانديز ناندريز شوی

امنيت شورا د انځور حقوق AFP
Image caption د فلسطين د دغه وړانديز په اړه د امنيت شورا په خپل مېنځ کې بحثونه کوي.

د فلسطينيانو دا پرېکړه چې راتلونکی سپټمبر به په ملګرو ملتونو کې د دغه سازمان د غړيتوب لپاره وړانديز کوي، اوس په دغه نړيوال سازمان کې په يوه توده موضوع اوښتی دی.

د سې شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې بېلابېلو اړخونو پر خپلو دريځونو سره ناندرۍ وهلې، او د راتلونکو اونيو سختې ديپلوماسۍ لپاره يې دريځ برابراوه.

فلسطينيان د عرب هېوادونو ملاتړ لري، خو د امريکا او اسراييلو له لوري له مخالفت او د اروپا له لوري له زياتېدونکې اندېښنې سره مخامخ دي.

دا د امنيت شورا لپاره وروستی چانس و چې د ملګرو ملتونو د غړيتوب په موخه د فلسطينيانو پر تکل مخکې له دې چې دا موضوع په سپتمبر کې لا نوره توده شي، بحث وکړي.

فلسطينيان وايي دوی پر دې لار ځکه روان دي چې د امريکا په مشرۍ د سولې بهير ناکام شوی دی.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطين استازي رياض منصور امنيت شورا ته وويل، دوی خپلواکۍ ته نور انتظار نه شي ايستلی:

((موږ اسراييلو ته په دې تمه نه شو کېناستی چې په ښه نيت خبرې وکړي، دا نژدې يوه ناممکنه خبره ده تر هغه چې اشغالګر تر نړيوال قانون لاندې له خپلو ژمنو تښتي.))

خو اسراييلو وويل هېواد لرلو ته لنډه لار به سوله را نه ولي، او ټينګار يې وکړ چې فلسطينيان د دې پر ځای چې يو اړخيز ګامونه واخلي خبرو اترو ته ستانه شي.

همدا خبره امريکايان هم کوي، په ملګريو ملتونو کې د امريکا د استازې مرستيالې روزمري ډي کارلو ګوتڅنډنه وکړه چې د فلسطينيانو د هر ډول غړيتوب د غوښتنې مخالفت به کوي:

((د امريکا متحده ايالات به په سپتمبر يا هر بل وخت کې په ملګرو ملتونو کې له يو اړخيزو هلو ځلو ملاتړ ونه کړي. د سولې يوه عملي او دوام لرونکي تړون ته رسېدنه يوازې په خپله د ښکېلو غاړو له خوا د ګډ تړون له لارې کېدی شي.))

دا خبره که موضوع امنيت شورا ته ځي، د امريکا د وېټو يا نه، ګام سيوری راپورته کوي. اروپايان وېرېږي ګنې د دغه کار په پايله کې به زيان رسوونکی ديپلوماتيک ټکر رامنځته شي، او کېدی شي په سيمه د تاوتريخوالي پېښې هم را وټوکوي.

همداسې برتانيا او فرانسه هم انګېري، او د جرمني په دولت کې د بهرنيو چارو وزير وېرنر هوير د يوه جوړجاړي خبره وکړه.

ده وويل د سولې خبرو لپاره يو داسې چوکاټ چې روښانه موخې ولري، چې فلسطينيان خبرو ته پر ستنېدو وهڅوي:

((موږ تر اوسه پر دې قانع يو چې څرګند معيارونه د بريالو خبرو لپاره مخکينی شرط دی. موږ پرلپسې دا باور لرو چې د ريښتينو خبرو لپاره يو بنسټ جوړ کړو، د معيارونو لپاره يو نړيوال تصويب يا منلو ته اړتيا ده.))

کېدی شي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د امنيت شورا د قانوني وزن په څېر اغېز ونه لري، خو فلسطينيان هلته پياوړی اخلاقي ملاتړ لري.

په ريښتينې توګه د فلسطينيانو دريځ په ناڅرګندتيا کې پوښل شوی، دا روښانه نه ده چې دا ډول نرمه لار غوره کړي، او يا په شورا کې د امريکايانو پر وړاندې ودرېږي.

ورته مطالب