د قذافي د مخالفانو قومندان ووژل شو

‍عبدالفتاح یونس
Image caption د عبدالفتاح یونس په اړه ویل کېږي چې د کورنۍ غړي یې له معمرالقذافي سره اړيکي لري.

د لېبیا د ټلوالې د انتقالي شوری رییس اعلان وکړ، چې پر تېره پنجشنبه د معمرالقذافي د مخالفینو قومندان عبدالفتاح یونس له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی.

عبدالجلیل وویل، یونس نوموړی پر داسې مهال وژل شوی، چې د یو لړ پوځي چارو پر سر یوې غونډې ته روان و، چې د ډلې د یوه کس له خوا پرې ډزې وشوې.

دی زیاتوي، د دغې ډلې مشر نیول شوی، او ددغه برید په اړه ترې پوښتنې روانې دي.

عبدالجلیل په ښار کې پر موجوده وسله والو ډلو غږ کړی چې د ټلوالې له لیکو یا په ښارونو کې د مسؤوله امنيتي ځواکونو سره یوځای شي.

د ټلوالې له خوا ځینې راپورنه بیا وايي چې یونس د وسله والو له خوا د معمر القذافي له نظام سره د هغه د کورنیو د غړو د اړیکو د شک په تور نیول شوی دی.

د طرابلس چاودنه

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ښاغلي یونس تر وژلا کېدا شېبه وروسته د لېبیا په پلازمېنه طرابلس کې درې چاودنې اورېدل شوې دي.

د لېبیا حکومتي تلوېزیون اعلان کړی چې د طرابلس پر اسمان چورلکې تاوېدې.

د عبدالفتاح یونس په اړه ویل کېږي چې هغه د ۱۹۶۹ کال ددسمبر په هغې کودتا کې د یوه افسر په توګه ګډون کړی، چې مشري یې قذافي کوله او د سنوسي شاهي واکمنۍ یې راوپرځوله.

یونس وړاندې له دې چې په تېره فبرورۍ کې د قذافي له ادارې له ټلوالې سره یوځای شي، د قذافي په اداره کې د کورنیو چارو وزیر هم پاتې شوی دی.

ورته مطالب