په سوریه کې تر ۱۳۰ ډېر لاریوني وژل شوي

سوریه د انځور حقوق Reuters
Image caption په سوریه کې د ولسي وګړو وژل کېدل د نړیوالو له خوا په کلکو ټکو غندل شوي.

د سوریې په بېلابېلو برخو کې د یکشنبې پر ورځ تر ۱۳۰ ډېر کسان وژل شوي.

راپورونه وايي پوځ د ټانکونو په زور حماه ښار ته ننوت چې هلته او په دیرالزور او درعا ښارونو کې یې پر لاریون کوونکو د مرمیو باران وکړ.

په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د انقلاب په نوم یوې انټرنېټي ډلې له له خلکو غوښتنه کړې، چې نن د ورځې په وروستیو کې د مظاهرو لپاره سره راغونډ شي.

د سورې حکومت وايي، چې په ټول هیواد کې یې پنځه عسکر وژل شوي دي.

د سوریې چارواکو ویلي، پنځه سرتېري یې پر یکشنبه له لاریون کوونکو سره په اخ و ډب کې وژل شوي.

حکومت پر مخالفو وسله والو تور پورې کړی چې ''د تېلو پمپونه یې سوځولي او د ټانکونو په مټ یې عامه او شخصي ملکیتونه له منځه وړي دي.''

غبرګونونه

په سوریه کې د بشري حقونو فعالان وايي، د روژې مبارکې پر شپه د مخالفو مظاهره چيانو پرضد د حکومت په بريدونو کې دا وژنه یوه غمیزه او ناوړه ده.

ولسشمر اوباما وويل پر هغه څه کرکجن شوى چې ده د ولس پر ضد د سوريې د حکومت ظالمانه عمل او وحشت وباله.

اوباما په سوریه کې واټونو ته راوتلي لاریوني زړور وبلل او دا کار یې د هغوی د هېواد په ګټه وباله.

ترکيې ویلي، د روژې په میاشت کې په سوریه کې د تاوتريخوالي په زياتېدو سخت خپه شوې.

وړاندې، په دمشق کې د امریکا سفیر جي جي هارډر په حماه ښار کې روانې پېښې د سوري چارواکو له خوا په لوی لاس د خپل ولس تبا کول بللي دي.

همداراز، د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ د سوریې له ولسمشر بشار الاسد غوښتي چې په وینا یې په حماه کې د ولسي وګړو د وینې له تویولو لاس واخلي.

Image caption حکومتي ټانکونه حماه ته ننوتي او پر لاریون کوونکو یې ډزې کړې دي.

بل خوا، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر آلان جوبېه هم په سوریه کې د ولسي وګړو وژل په کلکو ټکو غندلي.

ایټالیا هم د سوریې د پوځ په بریدونو کې چې په حماه کې یې تر ۱۳۰ لاریون کوونکي وژلي، دا کار د سوریې له خوا د ولسي خلکو تباهي بللې او له سوري چارواکو یې د تاوتریخوالو د بندولو غوښتنه کړې ده.

بل خوا، د المان د بهرنیو چارو وزیر ګیدو فسټرویلي هم پر یکشنبه د ولسي وګړو وژنه ټکان ورکوونکې بللې او د سوریې پر اوسني واکمن نظام یې د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې.

ده دا هم ویل چې د المان حکومت له ولسمشر بشارالاسد په ښکاره غوښتي چې د لاریون کوونکو او سوله ییزو کسانو پروړاندې له تاوتریخوالو لاس واخلي.

ورته مطالب