د کراچۍ په ناکراريو کې ۳۳ کسه وژل شوي

کراچۍ د انځور حقوق AFP
Image caption په کراچۍ کې د تاوتريخوالي پېښې زیاتې شوي دي.

د پاکستان پوليس وايي په کراچۍ ښار کې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي او په تېرو دوو ورځو کې په دې ترڅ کې د وژل شويو کسانو شمېر ۳۳ ته رسېدلی.

د ناکراريو په دغو پېښو کې د ښار په بېلا بېلو برخو کې ۴۵ کسه نور په ډزو ټپيان شوي دي.

د سې شنبې په سهار د کراچۍ په مومن اباد سيمه کې دوه جسدونه موندل شوي، چې تر اوسه يې پېژندګلوي نه ده شوې.

له دې پرته د شاه فيصل کالونۍ، سايټ او د عزيز بهټي پارک په سيمو کې د ډزو له امله پنځه کسه وژل شوې دي.

تېره ورځ په سندهـ کې د دغه وضعيت د ارزولو لپاره د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک په ګډون، ګډه غونډه جوړه شوې وه.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په ځپل شويو سيمو کې به د تندلارو پر ضد ګړندي ګامونه پورته شي او د مجرمينو پر وړاندې به دريځ پرېکنده وي.

کراچۍ ښار مياشت وړاندې هم د هدفي وژنو شاهد وو او هغه مهال چارواکو ويلي وو چې د دغو وژنو د مخنيوي لپاره يې بشپړه تابيا نيولې ده.

د تېرې میاشتې په هدفي وژنو کې د چارواکو له قوله ۳۶ کسه وژل شوي وو.

پر همدې مهال د سندهـ اعلی وزير قايم علي شاه اعلان کړی چې په دغه ايالت کې د قاتلانو او لوټمارو په اړه معلومات ورکوونکو او يا د هغوی ويډيويي تصوير اخيستونکو ته به په ترتيب پنځوس او سل لکه پاکستانۍ روپۍ ورکړي.

په دغه اعلان کې دا هم ويل شوي چې د خبر ورکوونکي نوم به هم پټ ساتل کېږي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير رحمن ملک د سې شنبې پر ورځ کراچۍ ته له رسېدو سملاسي وروسته په يوه بېړنۍ غونډه کې د ښار د حالاتو د جاج اخيستو په موخه برخه واخيسته.

له غونډې وروسته له رسنيو سره د خبرو پر مهال رحمن ملک وويل په هغو سيمو کې چې ناامني ده، هلته به حکومت د خپلو جاسوسانو د معلوماتو پر بنسټ کړنې تر سره کړي.

ښاغلي ملک وويل اوس به د ترهګرو پر ضد په خپل ټول وس مبارزه کېږي او تندلاري به د دوی لارښوونکي خلاص نه شي کړی.

ده وويل د کراچۍ د امنيت سمبالښت د ده کورنۍ دنده ده او تر چهارشنبې به په حالاتو کې ښه والی راشي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير ادعا وکړه چې د کراچۍ په ناکراريو کې کارېدونکې، ډېره وسله له بهر نه راځي او په دغه ښار کې د پوليسو له لوري د دا ډول پېښو کنټرولول يو څه ستونزمن دي.

ورته مطالب