ساينس پوهان: په مریخ کې روانې اوبه شته

د ناسا انځور - مریخ د انځور حقوق Reuters
Image caption ساینس پوهان وایي دا مالګینې اوبه دي چې ښایي د مریخ تر سطحې لاندې وي.

ساینس پوهانو موندلې چې باور لري داسې لومړني شواهد یې موندلي چې په مریخ کې روانې اوبه شته.

د امریکا د فضایي ادارې (ناسا) پلټونکي وایي ددوی پلټونکو فضایي بېړیو ښوولې چې د مریخ پرځینو برخو تورې کرښې برېښي.

دا کرښې په ژمي کې له منځه ځي او په پسرلي کې بیا راڅرګندېږي.

ساینس پوهان وایي دا مالګینې اوبه دي چې ښایي د مریخ تر سطحې لاندې وي.

د ناسا له پلټونکي مرکز څخه خپاره شوي انځورونه، چې د مریخ پر سر جوړ شوي، یوڅه تور غوندې ښکاري.

د تېرې پنجشنبې پر ورځ د اریزونا ایالت پوهنتون ځمک پېژندونکو فیلیپ کریسټنسن وویل: ''تر اوسه دا زموږ لپاره تر ټولو غوره دلیل دی چې نن یې یې په مریخ کې د روانو اوبو په اړه لرو.''

د ناسا ساینس پوهان په دې باور دي که چېرې په مریخ کې روانې اوبه وي، نو ډېرې به مالګینې وي. چې سبب یې کېدای شي همدا وي چې هېڅ نه کنګل کېږي.

د اریزونا پوهنتون یوه مشر پلټونکي پوه الفرید مکوین وویل، دغه اوبه تر ډېره په بهېدو او کیفیت کې شربتو ته ورته دي.

د سیانس جورنال د پنجشنبې په خپره شوې ګڼه کې لیکوال مکوان وویل، که چېرې هلته بهېدونکې اوبه وي، نو له عادي اوبو سره به توپیر ولري.

د اندیانا پوهنتون ځمک پېژندونکې لیزا پرات د پلټنې د پایلو په اړه وویل، چې نتیجه ډېره مهمه وه:

''دا زموږ لپاره لومړی فرصت دی، چې په مریخ کې یو فعاله بیولوژيکي بهیر وینو. ''

لومړی ناسا کابو یوه لسیزه وړاندې په مریخ کې د اوبو د شتون په اړه نښې وموندې.

ورته مطالب