د برلين د ديوال پنځوسم کال

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption نن ددغه ديوال يوازې ډېرې کوچنۍ برخې پاتې دي او نور له منځه تللى دى.

د برلين د ديوال د جوړېدو د پنځوسم کال يادونه په دغه ښار کې نن د ځانگړو مراسمو په ترڅ کې کېږي چې صدراعظمه انگېلا مېرکل هم په کې گډون کوي.

د ١٩٦١ کال د آگست پر ١٣ د ختيځ جرمني پوځيان د براندنبورگ پر مشهوره دروازه راڅرگند شول چې له لوېديځ جرمني سره پر پوله يې اغزن مزي تاوول.

له دغه مزي نه وروسته د ښار د لوېدځې برخې په چارچاپېر يو ديوال جوړ شو.

وروسته ترې نور ديوالونه راووتل چې د مرگ لاره ورسره څنگ ته تېره شوې وه چې پکې د ختيځ جرمني عسکرو پر هر هغه چا چې ها بل لوري ته يې د تېښتې هڅه کوله، ډزې کولى شواى.

لوېديځ لوري ته تلونکي يا وتونکي اورگاډي تر ختيځې برخې لاندې له درېدو پرته، تېرېدل او پر سر يې تمځايونه په خښتو پوښل شوي وو او په دغو "شړو تم ځايو" کې د ختيځ جرمني له ساتونکو پرته بل څوک نه ليدل کېدل.

ددې کاليزې يادونه په هغو مراسمو سره کېږي چې د صدراعظمې انگېلا مېرکل په گډون په بېرنار سټراس کې جوړېږي. دا هماغه واټ دى چې د برلين ديوال پر دوو برخو ويشلى و.

نن ددغه ديوال يوازې ډېرې کوچنۍ برخې پاتې دي او نور له منځه تللى دى.

ورته مطالب