د بروس لي کورتۍ په ۷۷ زره امريکايي ډالرو خرڅه شوه

د بروس لي کورتۍ د انځور حقوق AFP
Image caption بروس لي دغه کورتۍ په ۱۹۷۳ کال کې په جوړ شوي فلم ( ګېم اف ډېت) کې اغوستې وه.

د مارشل آرټ د ماهر لوبغاړي بروس لي کورتۍ (کوټ) په هانګ کانګ کې له هغې بيې چې فکر يې کېده ۹ ځله په اوچته بيه خرڅه شوه.

يوې امريکايي جوړې دغه کورتۍ په شپږ لکه هانګ کانګي ډالرو، چې ۷۷ زره امريکايي ډالر کېږي واخيسته.

د بروس لي د يادګاري شيانو د خرڅلاو له دې تر ټولو لوړ ليلام سره، ده تر اوسه ۱۷ لکه هانګ کانګي ډالر جمعه کړي دي.

بروس لي دغه کورتۍ په ۱۹۷۳ کال کې په جوړ شوي فلم ( ګېم اف ډېت) کې اغوستې وه.

دغه فلم د بروس لي د عمر په ۳۲ کال کې د ده د مړينې له امله نيمګړی پاتې شو.

د کوټ د اخيستونکې امريکايي جوړې، ګرېګ او سلوانا ميننګ وينا ده چې دا يو نايابه شی دی او د يوه ستر شخصيت يادګار دی.

د بروس لي له کورتۍ سره په خوا کې د ده يو، دوه مخيزه ليک هم ليلام شوی. ده دغه ليک په ۱۹۶۶ کې خپلې ملګرې ټيکې کمورا ته ليکلی وو.

دغه ليک د هانګ کانګ يوه سوداګر البرټ وونګ په څلوېښت زره هانګ کانګي ډالرو واخيست.

البرټ وونګ وايي: ''بروس لي ما ته له سختيو او ننګونو سره د مقابلې درس راکړی وو.''

بروس لي د نړۍ د مارشل آرټ غوره لوبغاړی پېژندل کېږي، او په هانګ کانګ کې يې خلک ډېر خوښوي.

امريکا ته له تللو وړاندې بروس لي په هانګ کانګ کې اوسېده.

که په دې باب تبصره کوﺉ، د بي بي سي پښتو فیسبوک پاټې ته ورشئ.

ورته مطالب