برتانیا: د بلواګرو څپې نورو ښارونو ته وغځېدې

لندن د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په لندن ګڼ دوکانونه لوټ تالان شوي.

د لندن په بېلابېلو برخو کې له تېرو درو شپو راهیسې تالان او بلوا روانه ده.

د ښار په سوېل او لوېديځ کې ودانیو ته اورونه اچول شوي.

په داسې حال کې چې پولیس د بلوا د کابو کولو هڅه کوي، هغه ځوانان چې مخونه یې پټ کړي، له دواکانونو توکي تښتوي.

پر همدې مهال، د برتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون په ایټالیا کې خپله رخصتي رالنډه کړې او لندن ته ستون شوی دی.

تېره شپه بلواګرو په بیکام او کرویډون او په جنوبي اینلینچ او ختيځې هاکني سیمو کې هټۍ وسوځولې.

هغه ځوانان چې مخونه یې پټ کړي، لویو سوداګریزو ځایونو ته ننوتي او هرڅه چې مخته ورځي، ورسره وړي یې.

د لندن په سوېل بریکسټن کې هم پر هټیو هم چپاو وروړل شوی.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، داسې ښکاري چې دغه بریدونه او بلواوې د ګرځنده تیلې فونونو په مټ همغږې کېږي.

د لندن مرستیال ښاروال د ۴۵۰ بلواګرو د نیولو اعلان کړی، چې په وینا یې ددغو بریدونو او بلواوو تر شا یې لاس دی.

له بلواګرو سره په اخ و ډب کې ۴۴ پولیس ټپیان شوي.

او په برمنګام کې هم پولیس له بلواګرو سره لاس او ګرېوان شوي دي.

چارواکو د لندن په بېلابېلو برخو کې ۱۷۰۰ پولیس ځای پرځای کړي چې روانه بلوا کابو کړي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې تیریزا مای د تېرې دوشنبې پر ورځ له جګپوړو پولیسو سره وکتل، او دغه بلواوې یې جرمي کړنې وبللې.

د ویلو ده چې په لندن کې دغه بلواوې د تېرې شنبې پر ورځ پیل شوې، چې د پولیسو په وینا پکې د جرمي کړیو لاس دی.

ورته مطالب