مشهوره مصرۍ ممثله هند رستم د ۸۲ کالو په عمر ومړه

هند رستم
Image caption هند رستم دوه ځلې واده کړی، لومړی له حسن رضا او دویم له ډاکټر محمد فیاض سره، چې له دویم میړه یې یوه لور هم لري.

مصرۍ مشهوره ممثله هند رستم چې ''د ختيځ مارلین مونرو'' یې هم شهرت درلود، د دوشنبې پر ماخوستن د زړه د حملې له کبله روغتون ته تر لېږدول کېدا وروسته د ۸۲ کلونو په عمر ومړه.

هند رستم د ۱۹۲۹ کال په نومبر کې د مصر په الاسکندریه ښار کې وزیږېده چې شاوخوا ۸۰ بېلابېل هنري اعمال او فلمونه لري.

هغه په مصري سینما کې له مشهورو سینمايي ستورو یوسف شاهین، صلاح ابو سیف، حسن الامام، عاطف سالم اوفطین عبدالوهاب سره لوبېدلې ده.

هند رستم د لومړي ځل لپاره په لنډه توګه په ۱۹۴۷ کال په سینما کې د ''ګلونه او اغزي'' په نامه فلم کې کار پیل کړ، بیا په ۱۹۴۹ کال ''د نجونو ځورول'' فلم کې هم ولوبېده.

هند رستم له هغو د ګوتو په شمار ښځينه مصرۍ ستورو څخه وه، چې په ځينو مصري فلمونو کې په خپله ريښتيني بڼه راڅرګنده شوې، چې له دې فلمونو ''د مینې اوازه'' یادولی شو، چې هند رستم پکې په ۱۹۶۰ کال ګډون وکړ.

دغې مصرۍ ممثلې په تلوېزیوني ډرامي اعمالو کې ګډون نه وو کړی، او په ۱۹۷۹ کال یې وروستی فلم د ''زما ژوند عذاب دی'' په نامه وو، چې مصري پروډیوسر علي رضا جوړ کړی وو.

د انځور حقوق
Image caption د هند رستم مینه والو هغې او د هغې هنري اعمالو ته د فېسبوک ځانګړې پاڼه جوړه کړې ده.

په قاهره کې د ۱۹۹۳ کال سینمايي فسټیوال هند رستم سخته ونازوله.

په دغه فسټیوال کې په شلمه پېړۍ کې سل غوره مصري فلمونه وړاندې شول، چې څلور پکې د هند رستم د کلاسيکې عربي سینما فلمونه وو، چې له دې ډلې یې ''زما د زړه غبرګون'' د عزالدین ذوالفقار، او ''اوسپنیز ور'' د یوسف شاهین، او ''د اسمان او ځمکې ترمنځ'' فلم د صلاح ابو سیف او ''په نیل کې اړدوړ'' د عاطف سالم وو.

هند رستم دوه ځلې واده کړی، لومړی له حسن رضا او دویم له ډاکټر محمد فیاض سره، چې له دویم میړه یې یوه لور هم لري.

ورته مطالب