کلنټن: پر سوريې د فشار لپاره زموږ ملاتړ وکړی

مېرمن کلنټن د انځور حقوق Reuters
Image caption اغلې کلنټن په ښکاره له روسيې غوښتي چې په ولسمشر اسد وسلې ونه پلوري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هیلري کلنټن په نورو هېوادونو غږ کړی چې پر سوريې د نورو بنديزونو لګولو او فشار اچولو په تړاو دې د دوی ملاتړ وکړي.

پر سوريې له دې امله د بنديزونو د لګولو غوښتنه شوې چې په دغه هېواد کې د احتجاج کوونکو پر وړاندې حکومت له زوره کار اخيستی دی.

اغلې کلنټن وویل د چين، روسيې، هند او اروپا له لوري ګام پورته کول به د سوريې په ولسمشر بشارالاسد فشار زيات کړي.

پر همدې مهال له سوريې نه راپورونه وايي چې امنيتي ځواکونو ۱۲ کسان وژلي چې ډېری يې د حمص په ښار کې دي.

د سوريې پوځ مخکې هم له لبنان سره لوېديځې پولې ته څېرمه د قصير پر ښارګوټي يرغل کړی وو.

خو د بي بي سي خبريال جېم ميور له بېروته په خپل راپور کې وايي دغه ښارګوټی تردې دمه د سوري پوځيانو د بريدونو پر وړاندې درېدلی او بیا بيا يې د مظاهرو او اعتراضونو په کولو د رژيم د ړنګېدو غوښتنه کړې ده.

د هېواد په شمال لوېديځ کې له ترکيې سره نژدې بل ښارګوټي سراقب باندې هم پوځيان او ټانکونه ورغلي دي، په کورنو چاپې اچول شوي او ډېر کسان نيول شوي دي.

په ختيځ کې له عراق سره پر پوله په ديرالزور کې هم همدا حال وو. دغه ښار د يکشنبې له ورځې راهيسې تر بريد لاندې دی.

دا ټول له دې سره سره شوي چې چارواکو له هما نه د پوځي ځواکونو د راویستلو اعلان کړی دی، خو د حکومت ضد فعالين وايي چې لا هم يو شمېر ټانکونه په ښار کې لېدل کېږي.

له حما نه د په شا کېدو خبره چې حکومت يې په اړه ډېر تبليغات وکړل او نړيوالې رسنۍ يې پرېښودې چې فلم يې واخلي، په څرګنده توګه د دې لپاره وو چې د ګاونډي هېواد ترکيې او نورو بهرنيو ځواکونو له لوري فشارونه چې تاوتريخوالی دی بند کړل شي، يوه څه کم کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په سوريه کې له تېرو څو مياشتو راهيسې لاريونونه روان دي.

په حما کې يوه کس خپله غوصه خبريالانو ته په دې ټکو کې څرګنده کړه: ''ده پر موږ ۵۰ کله واک چلولی، د اسد واکمني ۵۰ کاله اوږده شوه. موږ د لاريونونو له لارې په نېغه ولسمشر اسد ته وايو چې موږ به تاسو په زور له واکه لیرې کړو.

موږ يوازې نه يو، موږ ته وګوره، موږ هېڅ نه لرو. دوی په ټانکو پر موږ بريدونه وکړل، دوی د الوتکو له لارې پر موږ ګوزارونه وکړل. دوی له هرڅه کار واخيست او موږ هېڅ هم نه لرو. ''

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير چې د سې شنبې په ورځ يې په دمشق کې له ولسمشر اسد سره ولېدل، خپله دا غوښتنه چې وژنې دې بندې شي، بيا نوې کړه.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزير وويل انقره په سوريه کې روانه وضعه له نژدې څاري.

پر همدې مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هلري کلنټن د نورو هېوادونو پر حکومتونو غږ کړی چې د سوريايي ځواکونو له خوا د ډېرېدونکي زور زياتي په ځواب کې پر دغه هېواد بنديزونه ولګوي.

مېرمن کلنټن وويل د اروپا، چين او هند له لوري ګام پورته کول به د سوريې د انرژۍ پر سکتور د پام وړ اغېز پرېباسي او په دې توګه به پر ولسمشر اسد فشار نور هم ډېر شي.

متحده ايالاتو د چارشنبې په ورځ پر سوريې نوي دوه اړخيز بنديزونه ولګول، خو په واشنګټن کې د بي بي سي خبريال وايي د اوباما اداره پوهېږي چې نور هېوادونه له دمشق سره ژور اړيکي لري او پرې ډېر اغېز لري.

له سي بي اس نيوز سره په مرکه کې هلري کلنټن له روسيې نه په بې پردې توګه وغوښتل چې د ولسمشر اسد پر حکومت د وسلو خرڅلاو ودروي.

ولسمشر اوباما د پنجشنبې په ورځ د سوريې په اړه د ترکيې له لومړي وزير رجب طيب اروګان سره تيلفوني خبرې وکړې.

د سپينې ماڼۍ يوه وياند وويل دواړو مشرانو موافقه وکړه چې په سوريه کې وينه تویونه بايد سمدلاسه ودرول شي او سوريه د دموکراسې لېږد ته عاجله اړتيا لري.

ورته مطالب