امریکا د ۱۱ ښځو قاتل ته د مرګ سزا ورکړه

انتوني ساوېل د انځور حقوق AP
Image caption انتوني ساوېل په ۲۰۰۷ کال کې پر ښځو د تېري او وژلو هڅې پیل کړې، چې د څېړونکو په وینا، هغه به په نشو روږدې ښځې او د شرابو په پلمه خپل کور ته وربللې.

په امريکا کې يوه پرله پسې قاتل ته چې د ۱۱ ښځو هډونه يې پخپل کور کې ساتلي وو، د مرگ سزاورکړ شوې ده.

څارنوالي وايي انتوني ساوېل چې د امريکا د سمندري پوځ پخوانى غړى دى، بېوزلې او پر نشو روږدې ښځې د شرابو او نشه يي توکو په پلمه خپل کور ته ورڅکولې.

۵۱ کلن انتوني ساوېل د کلیفلانډ په محکمه کې په پټو سترګو کښېنول شول، او قاضي د اعدام پرېکړې تر اعلان مخکې ترې د جرم د تفصیلاتو غوښتنه وکړه.

د انتوني ساوېل په کور کې ۱۱ ښځې داسې مهال وژل شوې وموندل شوې، چې پولیس د ۲۰۰۹ په اکتوبر کې د جنسي تېري له کبله د هغه د نیولو لپاره د هغه کور ته ورغلل.

قاضي وویل چې انتوني ساوېل به د ۲۰۱۲ د اکتوبر پر ۲۹مه په دار وځړول شي.

قاضي دا هم وویل چې دغه قاتل څرنګه د وژل شوو ښځو مړي په پلاستيکي بوجیو کې اچولي او د خپل کور په یوه څنډه او شاوخوا کې یې خښ کړي دي.

ده، زیاتره دغه ښځې لوڅې کړې او په زندۍ کولو یې وژلې دي.

قاضي د یوشمېر هغو ښځو ګواهي هم ولوستله چې د انتوني ساوېل له منګولو او جنسي تېري ژغورل شوې دي.

بښنه

وړاندې قاضي د انتوني ساوېل په حق کې د ۱۵ کلونو د بند پرېکړه هم وکړه، ځکه چې هغه د جنسي تېري هڅې کړې وې.

د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي هم د انتوني ساوېل په حق کې د اعدام د پرېکړې د اورېدو لپاره محکمې ته ورغلي وو.

انتوني ساوېل په داسې حال کې د قاضي له خوا پرېکړه اورېده، چې سترګې یې تړل شوې وې.

د یوې قرباني شوې ښځې نانسي کوب لور، کیانا هنت وویل: ''ما تا ته بښنه وکړه، خو رب به ما ته د هغې ګناه بښنه وکړي، چې په ژوند کې مې کړې ده.''

یوې بلې ښځې چې د انتوني ساوېل له مرګوني تېري ژغورل شوې، وویل چې پر هغه (انتوني ساوېل) په غصه نه ده.

هغې په محکمه کې وویل، ما ځکه بښنه درته وکړه چې زه خپل پاتې ژوند ته ادامه ورکړم، ''ځکه چې ما پخپل نفس کې غصه راکابو کړه.''

د یوې بلې قرباني شوې ښځې مور، انتوني ساوېل ته په اشارې سره وویل: ''تر هغه به د اعدام پر پرېکړه باور ونه کړم، چې پخپلو سترګو یې ونه وینم.''

انتوني ساوېل په ۲۰۰۷ کال کې پر ښځو د تېري او وژلو هڅې پیل کړې، چې د څېړونکو په وینا، هغه به په نشو روږدې ښځې او د شرابو په پلمه خپل کور ته وربللې.

بیا به یې له دوی سره ناروا جنسي اړیکه نیوله او په زندۍ کولو یا د برېښنا له مزي سره په تړلو به یې وژلې.

ددغو ۱۱ ښځو مړي د انتوني ساوېل د کور د ننه په یوه ژور ځای کې وموندل شول، چې زیاتره یې په پلاستيکي بوجیو کې اچولې شوې وې.