لېبیا: عبدالسلام جلود له ټلوالې سره یوځای شو

جلود او قذافي
Image caption جلود د ۱۹۶۹ کال د سپتمبر د انقلاب لپاره د پلان جوړوونکو افسرانو له ډلې و، چې په لړ کې یې معمرالقذافي واک ته ورسېد.

د لېبیا ټلوالې ویلي چې د معمرالقذافي پخوانی ښی اړخی مرستیال عبدالسلام جلود د هېواد په لوېديځ کې له ټلوالې سره یوځای شو.

جلود د ۱۹۶۹ کال د سپتمبر د انقلاب لپاره د پلان جوړوونکو افسرانو له ډلې و، چې په لړ کې یې معمرالقذافي واک ته ورسېد.

جلود ته د القذافي په نظامې کې د دویم باوري سړي په سترګه کتل کېدل.

رویټرز خبري اژانس په زلیطن ښار کې د ټلوالې د ویاند مسعود علي له خولې ویلي چې ''هغه اوس په زليطن کې دی، او د پوځي شورا تر څارنې لاندې دی. ''

بل خوا، په ليبيا کې مخالفان چې د ډګروال قذافي راپرځولو په موخه جنګېږي، پلازېمېن طرابلس ته څېرمه په دوو سمندرغاړيو ښارونو کې په درنو جګړو نښتي دي.

د پلازمېنس لوېديځ لور زاويه کې په سل ګونو مخالفانو د يوې ورځې درنو نښتو وروسته د ښار لوی ډګر نيولی دی.

او ختيځ لور پعه زليطن کې په داسې حال کې چې د ډګروال قذافي ځواکونه يې په شا تمبولي درنه مرګژوبله ه وراوښتې ده.

په داسې کال کې چې جګړه ګرمېږي د کډوالو نړيوال سازمان تکل لري په زرګونو بهرنيان له پلازمېنې طرابلس وباسي.

له زياتې مرګژوبلې وروسته د ليبيا حکومت مخالفان وايي اوس د زليطن ښار ولکه د دوی په لاس کې ده چې ختليځ لور د پلازمېنې طرابلس په ۱۶۰ کيلومترۍ کې دی.

په لوېديځ کې بيا مخافان وايي زاويه ښار چې د طرابلس په شاوخوا ۴۰ کيلومترۍ کې دی، له وروستيو قذافي پلوه پاتې شونيو پاکوي.

Image caption عبد السلام جلود په ۱۹۶۹ کال کال کې واک ته په رسېدو کې له ډګروال قذافي سره مرسته کړې وه، خو په ۱۹۹۰ کلونو کې ورسره مخالف شو.

زاويه د پلازمېنې لوېديځ کې دی، او په سل ګونو جنګياليو له يوې ورځې ستختې جګړې وروسته د ښار لوی ميدان ونيو. په جنګ او نښتو کې درنې وسلې کارول کېدې.

د دغه ښار په نيولو سره له طرابلس د تونس پر لور غځېدلې لارې پرې شوې ده، چې د ډګروال قذافي ځواکونو ته د موادو رسولو بسنټيزه ليکه وه.

په همدې مهال مخالفان وايي د ډګروال قذافي پخوانی مرستيال له واکمن نظام بېل شوی او اروپا ته پر لار د.

عبد السلام جلود په ۱۹۶۹ کال کال کې واک ته په رسېدو کې له ډګروال قذافي سره مرسته کړې وه، خو په ۱۹۹۰ کلونو کې ورسره مخالف شو.

ورته مطالب