د سږي د سرطان په کشفولو کې د 'پوليسي سپو' ونډه

سپی
Image caption په ټاکل شوي وخت کې دغه سپي په ترسره شوې ازموینه کې ۷۱٪ کامیاب وختل.

د المان یوې څېړنې ویلي چې د سږي د سرطان په مالومولو کې باید له پولیسي سپو ګټه واخیستل شي.

دغه څېړنه چې د تنفسي ناروغیو په اروپايي مجله کې خپره شوې، څېړونکو یې ویلي روزل شوي سپي په سلو کې د ۱۷ ناروغانو په بدن کې د تورم په کشفولو توانېدلي دي.

خو پوهان بیا هغې کیمیايي مادې ته نه دي رسېدلي، چې سپو کشف کړې ده؛ همدا ده چې دوی تر ډېره پخپلو څېړنو کې پر سپو هم تکیه کوي.

په برتانیا کې د سرطان د څېړنې انستیتیوت ویلي، لاهم له سپو د ناروغیو په کشفولو کې ګټې اخیستو ته ډېر وخت پاتې دی.

د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۹ کال د بوی 'شامې' حس له لارې سپو د سرطان ناروغي کشف کړه، له هماغه وخته د سپو په اړه څېړنه روانه وه، چې ګني د سرطان ناروغۍ کشفولای شي.

څېړونکو ویلي، چې سپي د پوستکي، ګوردو، مثانې او سینې د سرطان په کشولو کې ښه رول لرلای شي.

باور کېږي هغه کیمیايي تیت پرک مواد چې د پړسوب لامل ګرځي، سپي یې په اسانۍ کشفولای شي.

څېړونکو څلور سپي وروزل: دوه الماني 'شیپرد' او دوه نور استرالیايي سپي، او څلور نور بیا له 'لابرادور' سپو څخه، چې په دې سره دوی د سږي سرطان کشف کړي.

دا څېړنه د ناروغانو پر درو ډلو عملي شوه: ۱۱۰ یې روغ رمټ، او ۶۰ هغه چې د سږي له سرطان کړېږي او ۵۰ هغه کسان چې د هوايي تونل د بندېدو له ستونزې سر ټکوي، او د سږو ستونزې لري.

ټولو په یوه داسې وړین پایپ کې تنفس واخیست، چې بېلابېل بویونه پکې وو، بیا سپو دغه پایپونه بوی کړل، او کټ مټ د هماغو کسانو مخې ته کښېناستل، چې د سږي په سرطان اخته وو.

په ټاکل شوي وخت کې دغه سپي په ترسره شوې ازموینه کې ۷۱٪ کامیاب وختل.

څېړونکو ومونده، چې سپي د سږي اړوندو ناروغیو یا مزمنو ناروغیو په تړاو د کیمیايي اړوندو موادو په اړه ښه درک لري.

د څېړنې د پایلو راپور لیکونکی ډاکټر تورستن والاس چې د تچیللر هوو په روغتون کې ډاکټر دی، وايي: ''داسې ښکاري چې د سږي په سرطان د اخته ناروغانو ساه ایستل داسې کیمیايي مواد زیږوي، چې له عادي تنفس څخه توپیر لري، چې په دې برخه کې سپي ډېر حساس او ژر بوی حس کولای شي.''

دی زیاتوي: ''زموږ پایلې ښيي چې په دا ډول ناروغانو کې د سرطان دايمي نښه شته، چې دا یو ډېر لوی پرمختګ دی.''

د برتانیا د سرطان د ناروغیو د انستیتیوت د علمي مالوماتو مسؤوله ډاکټره لورا مکالوم وايي: ''که څه هم ځینې اغېزناکه څېړنې ټينګار کوي چې سپي په ځينو حالاتو کې د سرطان بوی حس کولای شي، خو لاهم د هغه سرطان په اړه، چې په بوی مالومېدای شي، زموږ په مخ کې اوږده لاره ده، او دا کره کول هم وخت نیسي چې دا څېړنه دقیقه ده او که څنګه.''

هغې دا هم ویلي چې: ''دا به ګرانه وي چې په طبي کتنځایونو کې له سپو کار واخیستل شي، همدا ده چې ددغې څېړنې په اړه د نورو جزییاتو را سپړلو لپاره پلټنې روانې دي. ''

ورته مطالب